د لاس رسي وړ اتصالات

د سانفرانسسکو ښار په پلاستیکي کڅوړو بندیز ولگاؤ


ځنو د ښاروالۍ د دغه بندیز هرکلی کړی دی خو ځنو نورو ورباندی انتقاد کړی دی. د نړی په گوټ گوټ کې د چین نه واخله تر بنگله دیشه او تر ایرلنده پورې په پلاستیکي کڅوړو مکمل بندیز لگولی شوی، یا یې استعمال محدود شوی یا ډیره مالیه ورباندې لگول شوې ده.

د کالیفورنیا په ایالت کې سانفرانسسکو د امریکا لمړنی ښار دی چې د مارچ په میاشت کې په هغو پلاستیکي کڅوړو بندیز ولگاؤ چې په اسانه نه تجزیه کیږي.

د سانفرانسسکو د اتو لکو اوسیدونکو لپاره د خاورو خزلو په یوه زیرمه کې چې د (سنست سکه ونجر) په نامه یادیږي د پلاستیکي کڅوړو داسې ډولونه پراته دي چې په کمه بیه تولیدیږی خود بیا کار اخیستنې لپاره مناسبې نه دي او شاوخوا سیمه ککړوي.

ددغې زیرمې ویاند رابرت رید وايي: دغه پلاستیکي کڅوړې خورا سپک دي او باد یې شاوخوا کروندو او څړځایونو او حتی نژدې پراته د اوبو ډنډونو ته الوزوي. ددې ځای نه د اوبو د څپو له لارې بحر ته لاره پیدا کوي او بحري حیواناتو ته زیانونه رسوي.

ددغو خطرونو په نظر کې نیولو سره او دا چې د سانفرانسسکو په ښار کې ١٨٠ ملیونه داسې کڅوړی استعمالیږي، ددغه ښارد ښاروالی نه راس میری کریمی د یوې مقررې مسوده جوړه کړه چې د هغې په اساس په ټولو مارکیټونو او درملتونونو کې د پلاستیکي کڅوړو استعمال منع کیږي.

میری کریمي هیله څرگندوي او وايي چې ددغې مقررې په اساس باید خلک د نورو په تله ډیره همکاري وکړي.

میری کریمي وايي: دغه بندیز یواځی د پلاستیکي کڅوړو د استعمال په هکله نه دی، بلکه په دې کې د کاغذي کڅوړو نه ډډې کول هم شامل دي نو ځکه زمونږ هدف دا دی چې ددې په ځای چې پلاستیک یا کاغذ استعمال شي، د سودا اخیستونکي مغازو ته خپله کڅوړه له ځان سره وروړي. د سودا اخیستنې په وخت کې د ځان سره د خپلې کڅوړې راوړل هغه نظر دی چې اوس عام کیږي.

سبینا تالیا فیرو وايي: په هالند کې خلکو ته کڅوړې نه ورکول کیږي، دوی یې باید له ځان سره راوړي. ځنې هټی لرونکي په دغه برخه کې ډیره همکاري کوي.

یو هټی وال چې سام نومیږي وايي دی اوس لس چنده ډیرې پیسې لگوي تر څو د پلاستیکي کڅوړو پر ځای خلکو ته کاغذي کڅوړې ورکړي.

سام وايي: د لگښت په خوا کې اوس یواځنی تفاوت دا دی چې مونږ د پلاستیکي په ځای کاغذی کڅوړۍ ورکوو. خو ټول هټي لرونکي په دې نظر نه دي. په سانفرانسسکو کې د هټیوالو د اتحادیې نه ډیف هیلن وايي مونږ د بندیز ملاتړ نه کوو.

هیلن وايي: د بندیز مقصد دا ؤ چې مستهلکین دې د کڅوړو له استعمال نه ډډه وکړي او د سودا اخیستلو لپاره نورې لیارې ولټوي. خو مونږ فکر نه کوو چې دغه بندیز به دغه مقصد پوره کړي.

یواځنی کار چې اوس شوی دی هغه دا دی چې اوس مستهلکین د پلاستیک په ځای کاغذ استعمالوي.

بل اقدام به څه وي؟

بل اقدام دا دی چې بندیز وړو هټیو ته هم وغځیږي.

میري کریمي وايي هغه په دې مقرره هم کارکوي چې ورځپاڼې هم د پلاستیکي کڅوړو له استعمال ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG