عراقي امینتي چارواکو په زرهاو عسکر د کربلا په مذهبي ښار کې اچولي تر څو د خاصؤ کلنیو مذهبي مراسمو په درشل کې د ښار امنیت ټینگ او د ناڅاپي حملو مخه ونیول شي.
پدې وروستیو کلونو کې په عراق کې د القاعده تررستي شبکې، سني شورشیانو او حتی د یوې شیعه مذهبه گروپ له خوا په سلهاو عراقیان وژل شوي دي.
عراقي حکومت وایی د محرم په لسمه یی د عاشورا د ورځی د خوندي مراسمو په مقصد کلک امنیتي تدابیر نیولي دی.
د امنیت د ټنگیدو په مقصد دا
اقدام وروسته له هغه ترسره کیږي چې د یکشنبې په ورځ یوې ښځینه ځان وژونکې
د بغداد په شمال کې د شیعه زیارت کوونکو په منځ کې ځان په بم والوزاوه او
شاو خوا پنځه دیرش کسان یې ووژل.