د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د سولې هڅې ناکامه شوي


په غزه کې پرون د جمعې په ورځ درنه جگړه روانه وه. اسرائیلو او حماس دواړو د ملگرو ملتونو د عاجل اوربند پیشنهاد رد کړی دی.

په غزه کې چې په ډیر کم مساحت کې ډیر زیات نفوس میشت دی، دا وخت د خوراکي موادو، دارو درملو او اوبو ډیر سخت کمی دی او برق هم قطع شوی دی.

اسرائیل وايي، په خپلو هوايي او ځمکنیو حملو کې یوازې د حماس هدفونه په نښه کوي او پر حماس تور لگوي چې پر ملکي خلکو باندې راکټونه توغوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو پر جنوبي سیمو باندې د حماس د راکټونو گوزارونه دوام لري. په دمشق کې د حماس یوه مشر وویل، د هر ډول اوربند منل به اسرائیلو ته د غاړې ایښودو مانا ولري. خو هغه وویل، حماس په دې غور کاوه چې قاهرې ته یو هیئت ولیږي او د مصر له خوا د جوړ شوي پلان په اړه خبرې وکړي.

متحده ایالاتو د اوربند د کیدو هغه پریکړې ته رایه ورنکړه چې د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې تصویب شوه. امریکايي مقامات وايي، دوی غواړي د مصر د هلو ځلو نتیجه وویني.

د جمعې په ورځ، د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو یوه عالي رتبه چارواکي د یوه بې طرفه کمیسیون د دایرېدو غوښتنه وکړه چې په بحران کې د دواړو دخیلو خواوو له خوا ممکنه جنگي جنایتونه وڅاري. په ژینوا کې د بشري حقوقو چارواکې، ناوي پیلې پر حماس له دې آمله انتقاد وکړ چې په خپلو راکټي حملو یې ملکي اسرائیلیانو ته تاوان رسولی دی. هغې خبرداری ورکړ چې د غزې له اوسېدونکو نه د ملکي سپر په توگه کار اخیستل کیږي.

په عین وخت کې، هغې د اسرائیلو پر هغو بمباریو هم اندېښنه وښودله چې په غزه کې پر داسې ودانیو باندې شوي دي چې د ملگرو ملتونو واضح نښانونه ورباندې وو او ملکي خلکو پکې پناه اخیستې وه. ملگرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ، وروسته له هغه غزې ته خپل د مرستو رسولو چارې د لنډ وخت لپاره بندې کړې چې د اسرائیلو د عسکرو په ډزو کې په مرستو بار د یوې لارۍ موټروان ووژل شو.

د ملگرو ملتونو په یوه رپوټ کې د فلسطین د روغتیا د وزارت له خوا خپاره شوي ارقام ورکړل شوي چې وايي، په غزه کې د مړو شمیر ٧٦٠ تنو ته رسیدلی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې دریمه برخه قربانیان ماشومان دي.

په جگړه کې لږ تر لږه ١٨ اسرائیلیان چې ٩ یې عسکر دي، وژل شوي دي. د حماس راکټونه اوس د پخوا په نسبت د اسرائیلو ډیرو لرو سیمو ته رسېدلي دي.

له بلې خوا، په غزې کې د روان عملیاتو پر وخت، په لویدیځه غاړه کې خلکو له حماس نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د لویدیځې غاړې اوسیدونکو دغلته د جمهور رئیس محمود عباس پر حکومت باندې تور لگولی چې د غزې د خلکو د دفاع لپاره یې کافي اقدامات نه دي کړي.

لویس رامرز له راملې نه په خپل رپوټ کې وايي چې یو شمیر فلسطیني ډاکتران او نرسان پر غزې باندې د اسرائیلو د حملې خلاف په رامله کې راټول شوي دي.

په رامله کې اوس دغه ډول احتجاجي غونډې ورځنی موضوع گرځېدلې ده.

په جگړه کې د وژل شویو ماشومانو د لیدلو له آمله هغه خلک د احتجاج په ډول لارو کوڅو ته راوتلي دي چې دوی وايي، په عادي حالاتو کې به هیڅ وخت را ونه وځي.

دا د یوه فلسطیني ډاکتر، سیهام ناصر غږ دی. دی وايي، د داسې ماشومانو تصویرونه او د داسې غریبو او بې وزلو ښځو تصویرونه چې له ځانه دفاع نشي کولای او اسرائیلیان د دوی پر کورونو باندې بمونه وروي. دغه خلک د ځان نه د دفاع لپاره هیڅ ډول وسله نلري.

جمهور رئیس محمود عباس او د هغه د فتحې میانه رو گوند چې د اسرائیلو له خوا د اشغال شوې لویدېځې غاړې واک په لاس کې لري، په سیمه کې پر دغه راز احتجاجي غونډو باندې خپل کلک خیال ساتلی دی او وايي چې په لویدیځه غاړه کې دغه ډول مظاهرې د حماس لپاره ملاتړ را پارولی شي.

XS
SM
MD
LG