د لاس رسي وړ اتصالات

بش په غزه کې د دایمې اوربند غوښتنه وکړه


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش بېا هم د ېوه دومدار اوربند لپاره د اسراېېلو او فلسطېېنېانو د سخت درېځه ډلې حماس ترمنځ غږ کړېده چې په غزه کې مرگ ژوبله بنده شی.

هغه نن په سپېنه ماڼی کې له خبرېالانو سره ووېل چې اوربند به ېوازې هغه وخت ممکن وی چې حماس پر اسراېېلو باندی د راکټ ډزې بندی کړی.

هغه ووېل چې له مصر نه دې غزې ته دوسلو قاچاق هم بند شی او اسراېېل دا حق لری چې له ځان نه دفاع وکړی.

ښاغلی بش د فلسطېن د ېو دولت د تاسېس لپاره هم بېا غږ کړېدی.

هغه ووېل په دې برخه کې به مشکل داوی چې داسی شراېط وټاکل شی چې دوه دېموکراسی حکومتونه خوا په خوا د ېوبل ترڅنگ په سوله کې ژوند وکړی.

ښاغلی بش په د جنوری په شلمه نېټه باندی خپل دفتر منتخب جمهور رئېس براک اوباما ته حواله کړی.

براک اوباما به ددې هېواد څلور څلوېښتم جمهور رئېس وی. په هغه مرکه کې چې د ېکشنبی په ورځ ښاغلی بش د فاکس له خبری تلوېزېون سره وکړه هغه ووېل چې دی په خپله اته کلنه دوره باندی او هغه څه ېې چی لاسته راوړی دی افتخار کوی.

XS
SM
MD
LG