د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانگرس مانۍ د جوړولو کار څه وخت پیل شو؟


د امریکا د کانگرس مانۍ د ډموکراسۍ او ازادۍ سمبول بلل کیږي.

ددغې ماڼۍ د جوړولو کار د کال ١٧٩٠ په لسیزه کې پیل شو. دغه ودانۍ په تېرو ٢١٥ کالونو کې سوځول شوې، بېرته جوړه شوې او پراخه شوې.

خو ډېر خلک تر اوسه په دې نه دي خبر چې د کانگرس ماڼۍ د واشنگټن په څېر هغو غلامانو جوړه کړې چې له افریقا راوړل شوي ول.

د سیلایانو لپاره نوی مرکز د هغو خلکو یاد ژوندی ساتي. د امریکا د کانگرس د مانۍ د سمبولیکو برخو څخه یوه برخه د ازادۍ مجسمه ده چې د گمبتې په سر ولاړه ده. له خټو څخه جوړ شوی ددغې مجسمې نقل نن سبا د سیلانیانو لپاره په مرکز کې ایښودل شوی.

د ازادۍ نومې تالار د هغو غلامانو په ویاړ جوړ شوی چې ددغې ماڼۍ زیاتره برخه یې جوړه کړې. او د امریکا د پلازمینې، واشنگټن، زیاتره برخه هم ددغو غلامانو د مټ په زور جوړه شوې.

مرکزي حکومت سلگونه غلامان د هغو له بادارانو څخه په کرایه واخیستل چې نوي ښار، په هغه کې د ونو لپاره، او سړکونو جوړه ولو لپاره زمکه صفا او هواره کړي.

د سپین پوستو مالکانو تر څار لاندې غلامانو ددغه ځای بنسټ کېښود، خښتې یې جوړې کړې، کانې یې وتراشل، او د هغه ځای دیوالونه یې جوړ کړل چې نن مونږ ورته د جمهور رئیس کور وایو، او په سپینه ماڼۍ مشهور دی.

په یوه کتاب کې چې په کال ١٨٦٩ کې چاپ شوې، لیکل شوي چې فیلیپ ریډ یو ددغو غلامانو څخه و.

ریډ یوه مجسیمه ساز د کال ١٨۴٠ په لسیزه کې په جنوبي کارولاینا کې په ١٢٠٠ ډالر اخیستی و. فیلیپ د ازدۍ د مجسمې د جوړه ولو لپاره د اوسپنو د ویلولو په یوه بټۍ کې کار کاو، او د مجسیمې په جوړه ولو کې یې مهم رول درلود.

کله چې د مجسیمې اصلي جوړه ونکي له دې انکار وکړ چې خلکو ته وښايي چې له خټو جوړې شوې د مجسمې د ماډل بیلا بیلې برخې څنگه له یوبل بیلې کړي چې له هغه څخه د زیړو مجسمه جوړه شي، نو فیلیپ ددغه ستونزه د خاصو الاتو په جوړه ولو حل کړه، او په بریا سره یې د ماډل بیلا بیلې برخې بې له دې چې ماتې یې کړي، بیلې کړي.

وروسته بیا د خټو دغه ماډلونه د اوسپنې د ویلولو بټۍ ته ولیږل شول او هلته د زیړو هغه مجسمه ترې جوړه شوه چې اوس د کانگرس د مانۍ په سر ولاړه ده.

د فلیپ ریډز قیصه یوه داسې ټوکه ده چې یوه داسې غلام د ازادۍ مجسمه جوړه کړه چې هغه په خپله ازاد نه و.

د فیلیپ غلامي هغه وخت پای ته ورسېده کله چې د کال ١٨٦٢ د اپریل په شپاړسمه د امریکا جمهور رئیس ابراهام لینکن د ازدۍ فرمان لاسلیک کړ او په واشنگټن کې یې غلامې غیري قانوني وگرځوله.

او بالاخره چې کله په کال ١٨٦٣ کې د گانگرس د ماڼۍ په سر د ازادۍ هغه مجسمه چې د فلپ په مرسته جوړه شوې وه، نسب شوه نو فلپ یو ازاد انسان و. ....

XS
SM
MD
LG