په داسې حال کې چه دغزې دښار دننه د اسراېلی قواو او حماس په منځ کې جنگ روان دی، د اسراېلو دپوځ ېوه جنرال گابی اشخېنازی نن اعلان وکړ چه اسراېل د حماس په خلاف په غزه کې نورو عملېاتو ته هم ضرورت لری او خپل عملېات به جاری ساتی.
نن د اېران دولتی مطبوعاتو اعلان وکړ چه د اسراېلو سمندری قواو ېوې اېرانئ کښتئ ته چه د غزې د خلکو لپاره په کې دوه زره ټنه بشری مرستی بار وې، اجازه ورنه کړه چه خپل سفر ته دوام ورکړی.
د اېران د خېرېه مرستو درسولو ېوه مسوول ووېل چه غزې ته نژدی ددی کېښتئ مخه ونېول شوه.
اوس دغه کېښتئ
د مصر ېوه ساحل ته ځی او هلته لنگر اچوی. اېران په غزه باندی داسراېلو حمله
غندلی ده.