د لاس رسي وړ اتصالات

د خپلې واکمنۍ د طوفاني اتو کلونو وروسته، بوش بېرته ټیکساس ته ځي


د خپلې واکمنۍ د طوفاني اتو کلونو وروسته جمهور رئیس جورج بوش بېرته خپل پلرني ایالت ټیکساس ته ځي.

بوش: "زه ستاسو غږ اورم. نوره نړۍ تاسو اوري. او هغه خلک چې دغه تعمیرونه یې تباه کړل به زمونږ ټولو غږ ژر واوري."

دا د بوش د دورې یوه تاریخي لحظه وه. او دی یې یو داسې کس جوړ کړ چې یو هدف یې درلود، چې امریکا خوندي وساتي.

بوش: "زما په حکم د امریکا پوځ په افغانستان کې د القاعده د روځنیې کمپونه، او د طالبانو په پوځي اډو بریدونه پیل کړل."

په یوه کال کې دننه دویمې جگړې ته د امریکايي پوځونو د لږلو لپاره تیاری نیول کېدو.

بوش ددې خبرې باندې په ټینگار سره چې عراق کې د ډله ایزو وژلو وسلې لري، د پوځي زور له لارې د صدام حسین د لري کولو پلان جوړ کړ.

بوش: "که مونږ ددې لپاره انتظار وکړو چې دغه خطرونه عملي ثابت شي نو بیا به ډېر ناوخته وي."

امریکا د لسیزو ددفاعي جگړې د ستراتیژۍ وروسته، اوس وار د مخه د برید پالیسۍ خپله کړه. او امریکايي عسکر عراق ته ولیږل شول. کله چې په جگړه کې د مړو شمېر مخ په زیاتېدو شو د جمهور رئیس محبوبیت مخ په ټیټېدو شو.

د ملي امنیت کارپوهان وايي په تاریخ کې به د جگړې هڅې ښې یادې نه شي.

انتوني: "فکر نه کوم چې دا حکومت به په ښه خوله یاد شي. دوی ډېرې غلطۍ وکړې. دوی په ایډیولوژیکي هدفونو ډېره عقېده لرله."

د امریکا جنوبي ساحل د کال ٢٠٠٥ په اگست کې کترینا نومي سمندري طوفان لاندي کړ. کله چې د لویزیانا ایالت نیو اورلیز ښار ته نږدې د اوبو بندونه مات شول، نو حکومت د کړکیچ د مخنیوي لپاره چمتو نه و.

جمهور رئیس بوش لومړی ځل په دغې تباهۍ په خپله طیاره کې سپور هغه وخت له هوا څخه نظر واچاو کله چې په ټیکساس ایالت کې د رخصتیو تېره ولو څخه وروسته بېرته واشنگټن ته روان و. دوه اونۍ وروسته د نیو اولینز ښار په یوه څلور لارې کې هغه ملت ته وینا وکړه.

بوش: "امریکایان بشپړه حق لري چې په بېړني حالت کې نور هم د ژر او اغیزمنو مرستو هیله ولري. کله چې مرکزي حکومت په دغه ډول فرض کې پاتې راشي نو د جمهور رئیس په توگه زه دې ستونزې او د حل مسولیت لرم."

د کترینا طوفان تباهي او د عراق جگړې په بهر کې د بوش ترټولو لویه لاسته راوړنه تر سوري لاندې راوستله.

بوش: "دا یو داسې کړکیچ دی چې مخه یې نیول کېدای شي."

دغه کړکیچ د ایډز ناروغي ده. په ٢٠٠٣ کال کې بوش په افریقا او نوره نړۍ کې له ایډز سره د مبارزې پروگرام پیل کړ، چې په نتیجه کې یې له شا او خوا لس ملیونو انسانو سره مرستې وشوې.

دا کېدای شي د بوش ترټولو مثبت کار وي.

کین والش: "په افریقا کې له ایچ ای وي اېډز سره د مبارزې پروگرام د بوش یوه لویه بریا وه، چې هغه ته یې ډېر ویاړ ور نکړای شو."

کله چې هغه د خپلې واکمنۍ اخیرنۍ ورځو ته نږدې شو نو یو داسې کس چې خپل احساسات به یې ډېر نه څرگنده ول، اوس تېر وختونه یاده ول پیل کړل.

بوش:" د جنورۍ په شلمه چې کله وخت را ورسي نو لارا او زه به په دې ځای کې د خپل وخت له ډیرو ښو یادونو سره بېرته په ټکساس کې خپل کورته ولاړ شو، په ډېرې مننې سره چې ددې سپېڅلي هیواد د خدمت ویاړ مو ترلاسه کړ."

هغه به په یوه پوځي طیارې کې چې دی یې په نړۍ او امریکا کې گرځولی وه، بیرته ټکساس ته ولاړ شي. خو دغه طیاره به د (لومړۍ) طیارې نوم ونلري. له دې وروسته به هغه طیاره چې نوی جمهور رئیس به پکې گرځي دغه نوم ولري.

XS
SM
MD
LG