د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکا باید د توغندیو بریدونه بند کړي


پاکستان د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما څخه غوښتي چې د افغانستان پولې ته نژدې په سرحدي سیمو کې د القاعدې شبکې په پټ ځایونو باندې د میزایلو بریدونه بند کړي.

پاکستان وایې د امریکا د نوي جمهور رئیس د لوړې را وروسته پدی بریدونو کې ملکي خلک وژل شوي دي.

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري په اسلام اباد کې د فاټا یا د قبائیلي سیمو د فدرالي ادارو په ملي سیمینار کې د خبرو پر مهال وویل که چیرته دا ډول بریدونه دری ترهگر وژني او پدی جمله کې ملکیان اوسي نو دا بریدونه کول ناسم دي.

"په امریکا کې نوی حکومت تر پخواني حکومته مختلف فکر او خیال لري. دوی به موږ سره خبرو ته کښیني. کله چې موږ د هغوئ سره خبرې درلودی، هغوئ ته مو ویلي چې دا ډول بریدونه کول بند کړئ."

امنیتي چارواکي وایې یوی بی پیلوټه الوتکې د هرو لسو دقیقو په وقفه کې درې میزایله وتوغول او د جمعی د ورځی لمړنې برید د شمالي وزیرستان په زرکې سیمه کې شوی دی.

دری اسخباراتي مامورینو د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته وویل چې د شنبې په ورځ د نهو پاکستانيانو د جنازې مراسم ترسره شو چې په همدغو بریدونو کې وژل شوي وو.

بله خوا پولیس وایې نن دوشنبې د پاکستان شمال لویدیځه ښار ډیری اسمعیل خان کې د نجونو یوی لیلیي ته نژدې د یو خښ شوي بم په چاودنې کې پنځه کسان وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وایې په هغه دوه راکټي بریدونو کې چې د جمعی په ورځ د وزیرستان په سیمه کې شوي په وژل شوو دوه ویشت کسانو کې د القاعدې شبکې د یو مصري غړي په شمول اته تنه مشکوکه بهرني ترهگر هم شامل دي.

خو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په دغو بریدونو کې چې د بی پیلوټه الوتکې په وسیله ترسره شوي بی شمیره ملکي خلک هم وژل شوي او له همدې کبله یې امریکایي مقاماتو ته خبر ورکړې چې پدی اړوند د ډیر دقت نه کار واخلي.

چارواکو په سیمه کې د خپلو افرادو او ځایې اوسیدونکو د اطلاعاتو له مخې وویل چې طالب جنگیالیو هم د خپلو پنځه تنو مشکوکه بهرنیو ملگرو مړي چې په دغه هوایې برید کې وژل شوي وو راویستلي.

امریکا تر اوسه ددی میزایلو ویشتلو مستقیم مسولیت په غاړه ندې اخستې. کوم چې گمان کیږي اکثره یې د بی پیلوټه الوتکې په وسیله د سي ای آی لخوا تنظیم او د افغانستان له خاوری ترسره کیږي.

اوباما د میزایلو د بریدونو په اړه تراوسه څه ندی ویلي.

خو په هر صورت هغه په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې خلاف جگړې ته لمړې توب ورکړې.

یو شمیر څارونکي اټکل کوي چې اوباما به هغه تکتیکونو ته دوام ورکړي چې امریکایي مامورین وایي په هغه سره یې د ترهگرو یو شمیر مشران چې د افغانستان په تاو تریخوالي کې یې لاس درلود او غالبا پر لویدیځوالو بریدونه تنظمول، هم وژل شوي دي.

پاکستاني مشران پر دې کار انتقاد کوي او وایي د هوايی بریدونو له امله د امریکا پرضد کرکه هم ډیره شوی. دوی د امریکا نه غوښتي چې د اسلامي سخت دریځو د ځپلو لپاره پریږدي چې د پاکستان حکومت پخپله لاس په کار اوسي.

خو د هغوئ دې ډول نیوکو یو لړ عملي عواقب لرل، او داسې اوازې یې رامینځ ته کړي چې د اسلام اباد بې پیسو شوی امریکایي پلوه حکومت د سیاسي او مالي مرستو په بدل کې په خاموشه توگه له دغو ډول بریدونو سره موافقه کړې ده.

XS
SM
MD
LG