په امرېکا کې دکورونو قېمت په تېرودولسو مېاشتوکې په بې سابقې ډول رالوېدلی دی.
د امرېکا د مختلفو ادارو اسناد څرگندوی چې دکورونو قېمت اتلس فېصد ه کم شوېدی.رپوټ واېې چې د امرېکا د کورنو په قېمتونو کې کمښت د همدی سبب شو چې د امرېکا په اقتصادی کې رکود او سوستوالی پېدا شی.
خو د وړو کارو بارونو په رپوټ کې وېل شوېدی په هغو کې هم ېوڅه کموالی راغلی دی.
د پرچون خرڅونی ملی فېدراسېون اټکل کوی چې په ٢٠٠٩ کال کې به اولنی کمښت را څرگند شی.
دا به په تېرو څوارلسو مېاشتوکې اول ځل وی چې داکمښت راځی. مشترېان د بېکاری له امله په اندېښنه کې دی او له همدی سببه دهغوی په مصارفو کې کمښت راځی.
د امرېکا د مرکزی بانک عالېرتبه چاروکی نن د سه شنبی او چارشنبی په ورځ په واشنگټن کې مجلس کوی چې داقتصادی ستونزو د کمښت او اسانه کولو لپاره لارې چاری ولټوی.