د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ ټیم ارجنټاين ته ماتې ورکړه


د ٢٠١١م کال د کرکټ د نړیوالو لپاره د ټیمونو دغه انتخاباتي لوبې د ارجنټاین په پایتخت بیونس آیرس کې دوام لري.

د افغانستان د کرکټ د فدراسیون په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان ټیم لومړۍ لوبه وکړه او له ټاکل شويو ٥٠ اورونو مخکې ( په ٤٨) اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري يواځې احمدشاه ښه وځلېد ، هغه ٤٤ او شفيق الله شفق ٢٤ منډې جوړې کړې . ،.د افغانستان ټوله لوبډله په ١٦٤ منډو وسوځېدله.

دافغانستان د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګلهانګ کانګ سره د سستې له امله له دوو سياليو څخه ګوښه کړى شوى ، چې ددې کار له امله پر افغان لوبغاړو فشار زيات شوى و

د ارجنټاين ټوله لوبډله په ٤٨ اوورونو کې له ١٤٥منډو جوړېدو سره وسوځېدلهاو دغه راز دغه لوبه افغانستان په ١٩ منډو وګټله .

احمدشاه چې په منډو جوړولو کې ښه ځلېدلى و، په بالنګ کې هم ښه وځلېد او درې تنه مخالف لوبغاړي يې وسوځاوه.

حميد حسن ، محمد نبي او سميع الله شينواري هم د مخالفو لوبغاړو په سوځولو کې مهم رول ولوباوه.

پرون په نورو سياليو کې پاپوا نيوګيني يوګنډا او هانګ کانګ د کيمان ټاپوګانو ته ماتې ورکړه.

يوګنډا ددې سياليو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.، او افغانستان وړمه ورځ هانګ کانګ ته ماتې ورکړه.

د ارجنټاين په سياليو کې د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه، هانګ کانګ، يوګنډا، ارجنټاين، پي اين جي، او جزاير کيمان برخه لري.

که افغانستان د درېيم پړاو پاى لوبې ته لاره پيدا کړي، د غوراوي لومړي پړاو ته لاره پيدا کوي، چېرته به چې ١٢ هېوادونه ګډون وکړي او له دغو ١٢ هېوادونو څخه به څلور هېوادونه د ٢٠١١ کال په نړيوالو لوبوکې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG