د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسئ غور روان دی


رپوټونه وايي، د امریکا جمهور رئیسبراک اوباما د دفاع له وزیر رابرټ گیټس سره کتلي دي او د افغانستان په اړه یې پر خپلې هغې پالیسئ خبرې کړي چې دا وخت تر غور لاندې ده.

زموږ همکار سالم مندوخیل په دې باب دلته په واشنگټن کې د هرټیج د تحقیقاتي مرکز د جنوبي آسیا د چارو له کارپوهې لیزا کرټیس سره مرکه کړې ده او دا رپوټ یې برابر کړی دی.

د امریکا نوي جمهور رئیس او دده د حکومت نورو غړو دا خبره واضح کړې ده چې دا وخت یې د ملک په خارجي پالیسیو کې تر ټولو مهم ټکی افغانستان او پاکستان دی.

خو لا تر اوسه د اوباما د حکومت د هغې پالسئ جزیات نه دي څرگند شوي چې د افغانستان په اړه ط‏رح شوې او دا وخت په واشنگټن کې ورباندې غور کیږي.

ډیر کتونکي د افغانستان په اړه د څه نا څه بدلون تمه کوي.

د جنوبي آسیا د چارو کارپوه لیزا کرټیس وايي: "د یوه بدلون د راتلو تمه کیږي. همدا تمه دلته په امریکا کې هم احساسیږي. زه فکر کوم، ځینې خلک په افغانستان کې د ایتلافي قواوو له فعالیتونو نه راضي نه ښکاري. ځکه نو له خلکو سره داسې امید موجود دی چې دغو چارو ته باید د پخواني جمهور رئیس جورج بوش په نسبت بل ډول نظر وشي او کافي بدلونونه راوړل شي".

خو میرمن کرټیس وايي، په سیمه کې د تندلارو او ترهگرو حملې دوام لري، چې ډیر مسلمانان په دغو حملو کې وژل کیږي. له همدې آمله داسې تمه کول هم پر ځای کار نه دی چې دا ټول تروریستي حملې به په ټپه ودریږي او د هیڅ ډول نظامي اقدام ضرورت به نه وي.

دا وايي، له همدې آمله اوباما په افغانستان کې د قواوو د زیاتېدو ملاتړ کوي.

"اوباما دا خبره کړې ده چې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر د زیاتېدو ملاتړ کوي. او په همدې روان کال کې به ٣٠ زره نور عسکر افغانستان ته ولیږل شي".

لیزا کرټیس وايي، له دې نه ښکاري چې د اوباما حکومت هم په دې عقیده دی چې په دغه سیمه کې لا تر اوسه د ترهگرو له خوا جدي گواښ موجود دی چې ډیرو ملکونو ته یې خطر پیښ کړی دی او امریکا به ددغه خطر د مخنیوي لپاره د روانو هلو ځلو رهبري کوي،

ماهرین په دې عقیده دي چې د امریکا نوي حکومت ته جنوبي آسیا په خپل خارجي سیاست کې ډیره مهمه گڼل کیږي، او د لیزا کرټیس په عقیده افغانستان او پاکستان ته ځکه زیاته توجه کیږي، چې د ترهگرو اصلي گواښ له همدې ځایه پیښ دی.

خو په مجموع کې، کرټیس د ډیرو بدلونونو تمه نه کوي.

"زه فکر نه کوم چې د ډیرو زیاتو بدلونو د راتگ توقع کول دې پر ځای کار وي. ځو د اوباما په تگلاره کې به یو څه بدلون ولیدل شي".

جمهور رئیس براک اوباما دا خبره واضح کړې ده چې پر افغانستان به یې پام زیات وي. افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږل د ډیرو په گمان د همدې خبرې تصدیق کوي.

خو د ډیرو افغان کارپوهانو په باور د ډیرو عسکرو لیږل د افغانستان د معضلې د حل لار نه ده. دوی ټینگار کوي چې باید په افغانستان کې داخلي قوه تقویه شي.

ملي اردو او ملي پولیس پیاوړي شي او د یوه داسې مرکزي حکومت د جوړېدو لپاره هلې ځلې وشي چې له اداري فساد څخه پاک وي.

له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې د دوی په باور، اوباما به تر کومه حده دغه غوښتنو ته پام وکړي او که به یوازې د عسکرو د زیاتولو پر ستراتیژئ توجه ولري؟

"گورئ. دا څو اړخیزه هلې ځلې دي. په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې حالات ښه پر مخ نه ځي. موږ ولیدل چې د هیواد په جنوب او د ختیځ په ځینو برخو کې د طالبانو خوځښت نور هم زیات شو. که څه هم ډیر خلک ددې کار طرفدار نه دي".

میرمن کرټیس وايي، د ډیرو عسکرو لیږل دا معنی لري چې امریکا افغانستان ته متعهد دی. دا وايي، مخکې داسې اوازې وې چې ممکن امریکا له افغانستان نه ووځي او ایتلافي قواوې به پر خپلو کړو ژمنو و نه دریږي.

خو د اوباما حکومت دا خبره څرگنده کړې چې موږ افغانستان ته متعهد یو او د پخواني جمهور رئیس جورج بوش د حکومت په نسبت د افغانستان جگړې ته زیات پام کوو.

میرمن کرټیس وايي، له دې هر څه سره سره دا خبره پر ځای ده چې جگړه د مسئلې یوازنی حل نه دی. او د حل یوه سیاسي لاره چاره باید ولټول شي. خلک ملي پیوستون ته راوبلل شي. پخپله افغاني قواوې د امنیت مسئولیت پر غاړه واخلي.

لیزا کرټیس وايي: "خو واقعیت دا دی چې موږ تر اوسه دغه هدف ته نه یو رسېدلي. او زما په فکر دې هدف ته د رسېدلو لپاره مهمه ده چې د خلکو امنیت تامین کړل شي. او دا خبره باید واضح شي چې افغانستان ته د تازه تلونکو عسکرو هدف همدا دی. د اوباما حکومت هم باید دې مسئلې ته د اولیت حق ورکړي چې د ملکي خلکو ژوند په امن کې وي. ددې لپاره باید هوايي بمبارئ راکمې شي چې اکثره د ملکي تلفاتو باعث شوي دي.

XS
SM
MD
LG