د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کوشش کوی چې په هند کې اټومی بټی جوړه کړی


د فرانسې دارېوا شرکت واېې چه په هند کی ېې د دوو اتومی بټېو د جوړولو لپاره د هند د حکومت سره ېوه مقدماتی موافقه حاصله کړی ده.

تېر کال په سېپټمبر کی د هند او فرانسې مشرانو موافقه وکړه چه فرانسوی شرکتونه کولی شی په هند باندی د غېر نظامی مقاصدو لپاره اتومی تکنالوژی خرڅه کړی.

د فرانسې جمهور رېس نکولس سارکوزی ووېل چه ددی ډول موافقې لاس لېک کېدل به د انرژئ او ساېنسی پلټونو په باب د هند او فرانسې په منځ کی اړېکې پېاوړی کړی.

هند په روانه مېاشت کی د اتومی انرژئ دنړېوالې ادارې سره ېوه موافقه لاس لېک کړه چه هغې له مخې ېې مفتشان کولی شی د هند اتومی مرکزونه معاېنه کړی.

هند غواړی چه د کال دوه زره څوارلس مېلادی پوری څوارلس ملکی اتومی بټئ جوړی کړی.

XS
SM
MD
LG