د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په وړاندی پر پالیسۍ بیا غور او د قواو په لیږلو کی ځند


پنټاگان وائې، ښائې چې افغانستان ته داضافی عسکرو دلیږلو امر ترهغې پوری وځنډول شی تر څو چې سپینه ماڼۍ پخپله سټراټیجی باندی غور کول بشپړ کوی.

مخکی مامورانو ویلی ووچې بلی لدی چې دسټراټیجی نیجی معلومیږی، دعسکرو دځای په ځای کولو امربه ژر عملی شی.

د پنټاگان نطاق جویف مورل تیره هفته تائید کړه چې مخکی لدی نه چې جمهوررئیس اوباما د افغانستان لپاره هره سټراټیجی غوره کوی، دغه هیوادته دزیاتو عسکرو لیږل به ضرور وی چې هلته دامنیت په ټینگولو کې مرسته وکړی.

مورل: "زما تفاهم دا دی چې د افغانستان لپاره داضافی عسکرو په باره کې چې هره فیصله کیږی، احتمال لری چې هغه به دسټراټیجی دکره کتنی نه چې سپینه ماڼۍ ئې د افغانستان په باره کې کوی،دمخه وی."

ښاغلی مورل دا خبره هم وکړه چې ددنیا هغه سرته دلسگونوزرو عسکرو دلیږلو دلوجستیکی په باره کې مخکې لدی نه چې دسپینی ماڼۍ کره کتنه بشپړ کیږی،چې کیدای شی څو هفتی یازیات وخت ونیسی،پریکړه وشی.

مگردپنټگان بل نطاق برین ویټمن، پرون ددوشنبی په ورځ وویل، دسټراټیجی په کره کتنه او دعسکرو دځای په کولو په باره کې هم زمان غور کیږی او هغه وخت به بیا پته ولگیږی چې کوم یو لومړی بشپړ کیږی.

ویټمن: "دا څرگنده خبرهده چې پدی باره کې پوره تفاهم او موافقه موجوده ده چې په افغانستان کې دقوی زیاتولو ته ضرورت شته. څومره؟ کله؟ پدی ټولو اړخونو باندی غورکیږی. مگر دا دتصور وړخبره ده چې دسټراټیجی دپوره بشپړ کیدونه دمخه کیدای شی چې افغانستان ته داضافی عسکرو دلیږلودامر اعلان وشی. یقنآ دا احتمال لری چې موږ دغه اعلان ترهغې پوری وانه ورو ترڅو پوری چې ددی سټراټیجی کره کتنه بشپړه کیږی."

ښاغلی ویتمن دهفتی داخررپوټونه چې وائې، دعسکرو ځای په ځای کول ځنډیدلی دی، دغلطومعلوماتو خپرول یادکړل. دلندن ټائمز درپوټ په شمول په رپوټونو کې راغلی دی چې جمهوررئیس اوباما پریکړه کړیده چې ترهغې پوری دی دعسکرو دځای په ځای کولو اعلان وځنډیږی تر څو پوری چې په سټراټیجی باندی غورکول بشپړ شوی نوی.

ښاغلی ویټمن وویل، دعسکرودځای په ځای کولو لپاره نیټه نده ټاکل شوی،چې ډیرو څارونکوئې تیره هفته توقع لرله. مگر په عینی وخت کې ښاغلې ویټمن ومنله چې دخپل همکارجیوف مورل په مقایسه دوخت په باره متیقنیه نه وه چې هغه پدی وروستیو هفتو کې وو.

او په داسی حال کې چې سپینه ماڼه په افغانستان کې پخپله سټراټیجی باندی غورکوی، ښاغلی ویټمن داخبره هم وکړه چې ددفاع وزیر رابرټ گیټز خپل نظرندی بدل کړی چې وائې، دامریکا تقریبآ لس زرو نورو اضافی عسکرواو په زرگونو نور کمکی عسکرو ته ضرورت لری چې په روان کال کی به ولیږل شی. دا به په هغو څوزرو عسکرو اضافه وی چې لا پخوا هلته دی.

ښاغلئ ویټمن: "په هغه څه کې بدلون ندی راغلی چې په تیروخت کې ددفاع وزیر نظر ورکړی و چې موږ پدی عقیده یو چې دا نه یوازی ضرور دی بلکه موږ هیله لروچې په خپل وخت سره دغه عسکر ولیږل شی."

امریکا په افغانستان ٣٦ زره تنه عسکر لری او کیدای شی چې په اضافی عسکرو سره دغه شمیر شپیتو زرو تنو عسکروته ورسیږی.

امریکائې مامورانو دی خبری ته اشاره کړیده چې داوباما حکومت به دبغاوت ضد سټراټیجی ته دوام ورکړی، کوښښ کوی چې امنیت ټینگ کړی، محلی کنټرول، بیاپخلاکیدنی او اقتصادی پرمختگ ته اقدام کوی.

مگر دوی داخبره هم وکړه چې دبوش دحکومت ځینی هدفونه چې ښائې لږترلږه دڅو کالو لپاره وځنډول شی چې پدی کې د لویدیځی ډیموکراسۍ او ټولنی رواجول شامل دی.

XS
SM
MD
LG