د لاس رسي وړ اتصالات

اېران امرېکا ته په خپلو خبرو کې د مذاکراتو د امکان پېام ورکوی


د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې اېران دېته چمتودی چې له امرېکا سره مذاکرات وکړی. داېران جمهوررئېس محمود احمدی نژاد د سه شنبی په ورځنېغ په نېغه دامرېکا نوی ادارې ته له هغه وخت راهېسی چې براک اوباما جمهوررئېس شوېدی، ډېرې سنجول شوی خبری وکړی.

واشنگټن پوست لېکی چې احمدی نژاد په تهران کې په ېوهډېره ستره غونډه کې چې د اېران داسلامی انقلاب دېرشمه کلېزه ېې لمانځله او د امرېکا پلوه شاهی رژېم ېې رانسکور کړ، خلکو ته وېنا کوله.

هغه ووېل دامرېکا نوی حکومت اعلان کړېدی چې دوی غواړی چې بدلون راولی او د خبرو لاره غوره کاندی.

داخبره ډېره سمه ده چې رېښتونی بدلونونه باېد بنېادی وی نه تاکتېکی. هغه ووېل چې داخبری باېد په ېوه عادلانه او منصفانه فضا کې وې او ددواړو خو او ېوبل ته احترام موجود وی.

واشنگټن پوست لېکی چې اوباما ددوشنبی په ماښام په خپل اولنی خبری کنفرانس کې په سپېنه ماڼی کې ووېل دی په راتلونکېو مېاشتو کې له اېران سره د مستقېمو مذاکراتو لپاره سترگی په لاردی.

هغه په دې ډول له مخکېنی جمهوررئېس جورج بش د پالېسی سره خپله لاره بدله کړه.

هغه کوشش وکړ چې اېران په نړېواله توگه تجرېد کړی او د شرد محور ېو جز ېې بللی و.

واشنگټن پوست لېکی چې ښاغلی اوباما ووېل چې موږ به داسی فرصتونو ته گورو چې په هغو کې موږ مخامخ ددېپلوماتېکو خبرو لپاره ېوبل سره کېنو.دابه موږ ته اجازه راکړی چې خپله پالېسی په ېوه نوی لاره باندی پر مخ بوزو.

هغه داخبرداری هم ورکړ چې امرېکا به د اېران له خوانه د ترورېستی تنظېمونولپاره د مالی مرستو برابرول ونه زغمی او همدارنگه به داېران له خوانه د اټومی وسلو د جوړولو پروگرام هم ونه زغمی.

اوس نو داېران لپاره هم هغه وخت رارسېدلی دی چې داسی څرگندونی وکړی چې ددوی اعمال به تردی وروسته مختلف وی.

واشنگټن پوست د تهران د پوهنتون دېوه استاد محمدمرندیله قولهلېکی چې داحمدی نژاد مقدماتی خبری داېران دنورو مشرانو د کلکی څارنی لاندی وشوې.

تحلېل کوونکی واېې کله چې احمدی نژاد خبری کوی نو د ملی امنېت د عالی شوری نه پکی سلا اومشوره اخلی. په دې شوری کې مذهبی، نظامی، او دقدرت دنورو مراکزو خلک او استاځی شامل دی.

ښاغلی مراندی ووېل چې هغوی به دا فېصله کوی چې اېا اېران په رېښتونی ډول غواړی چې له امرېکا سره معامله وکړی او که نه.

هغه زېاته کړه چې پکارده امرېکا اول اېران ته ددوستی لاس ور وغزوی.

دوی اېران ته ډېر ضرورت لری نسبت دېته چې اېران دوی ته ضرورت ولری. اېران له امرېکا سره دعراق، افغانستان، او پاکستان په برخه کې مرسته کولی شی.

اېران هم غواړی چې په دغو هېوادونو کې امنېت اوثبات موجود وی. داحقېقت دی چې څرنگه چې دادواړه هېوادونهپه جلا جلا ډول کارکوی داخبره ېې گرانه کړېده چې ېولړ کارونه سرته ورسوی.

واشنگټن پوست لېکی چې اېت الله جنتی د شوری نگهبان د دولس کسېزې شوری مشر ووېل چې کههغه کسان قدت ته راشی چې دامرېکا پلوه تماېلات لری نو موږ باېد له هرڅه سره خدای پامانی وکړو.

ځکه چې دامرېکا سره ضدېت زمو.ږ د اسلامی دولت ېوه مهمه مشخصه ده.شوری نگهبان هغه مقتدره شوری ده چې دولس تنه غړی لری. په دې کېدېنی علما، او فقهاءچې دا صلاحېت لری چې د قوانېنو، انتخاباتو او کاندېدنو د شخصېت او اهلېت په باب فېصلی وکړي ، شامل دی.اېت الله جنتی داخبری لس ورځی مخکی کړی وې.

امرېکا له اېران سره په ١٩٧٩ مېلادی کال کې له اسلامی انقلاب نه وروسته هغه وخت خپلی اړېکی وشلولی چې په تهران کې ېې د امرېکا په سفارت کې ٥٢ کساند ۴۴۴ ورځو لپاره برمته کړل.

XS
SM
MD
LG