د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا د افغانستان په حالاتو په داسی وخت کې نوی کتنه کوی چې تشدد مخ په زېاتېدو دی


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د فبروری په پنځلسمه باندی د افغانستان د جمهور رئېس حامد کرزی له قوله لېکی چې د افغانستان حکومت به په هغه کتنه کې برخه واخلی چې د امرېکا حکومت ېې په افغانستان کې د جگړې په باب کوی.

ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی د همکاری دا خبره په داسی وخت کې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکی خړې پړې دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی کرزی په دې نېژدی وخت کې د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما ته ېولېک استولی دی او په هغه کې ېې دا وړاندېز کړېدی چې افغانستان په هغه کتنه کې برخه واخلی چې د جگړې په باب کېږی.

افغانستان او پاکستان ته د امرېکا خاص استاځی رېچرد هالبروک، له ښاغلی کرزی سره په ېوه گډ خبری کنفرانس کې ووېل چې ښاغلی اوباما ددغه وړاندېز هر کلی کړېدی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی کرزی ووېل چې خارجه وزېر داد فر رنگېن اسپنتا به ددغه هېئت مشرتوب وکړی. د امرېکا حکومت په افغانستان کې د روان جنگ په باب څو کتنی پېل کړېدی. خو سمد لاسه دا خبره نده معلومه چې په دې کتنه کې به له ښاغلی سپنتا سره نور کوم افغان چارواکی برخه واخلی.

د امرېکا حکومت د افغانستان په حالاتو په داسی وخت کې نوی کتنه کوی چې مرگ ژوبله او تشدد مخ په زېاتېدو دی. د طالبانو برېدونه په تېرو درو کلونو کې زېات شوېدی.

افراطېانو د هېواد په ډېرو لېری او پراخو سېمو باندې ېرغلونه کړېدی او د افغانستان حکومت په دې قادر شوی ندی چې کنترول ېې کړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې امرېکا به افغانستان ته خپله توجه زېاته کړی او په عراق کې به د امرېکا قواوې کمی کړی.

د امرېکا حکومت په دې باندی غور کوی چې دېرش زره نور عسکر افغانستان ته ولېږی چې هغه د امرېکا هغه ٣٣ زره کسېزه قوه تقوېه کړی چې همدا اوس په افغانستان کې ده.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی کرزی په ېوه خبری کنفرانس کې ووېل چې دی د هغه تړون له امله ممنون دی چې د پنجشنبی په ورځ د امرېکا او افغانستان د قواو ترمنځ اعلان شو چې د افغانستان قواوې به د عملېاتو په پلان جوړونه او د هغو په عملی کولو کې ستره ونډه ولری، ددې مقصد به دا وی چې دملکېانو تلفات کم شی، د شپې له خوانه د ناڅاپې چپاوونو مخه ونېسی.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې د امرېکا د خاصو قواو قطعی ملکېانو د مرگ سبب کېږی چې ښاغلی کرزی څو څو ځلې غندلی دی. خو په دغه تړون کې داسی څه ندی ذکر شوی چې دغه راز پلان شوي عملېات به پاېته ورسېږی.

په دې نېژدی اونېو کې د افغانستان جمهور رئېس ښاغلی کرزی په عامو خبرو کې پر امرېکا فشار واچاوه چې دافغانستان عسکر د شپې په چپاوونو کې ددې لپار برخه واخلی چې دملکی تلفاتو مخه ونېول شی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې همدا انتقاد د امرېکا او افغانستان ترمنځ د اړېکو دخرابوالی او تشنج سبب شوېدی.

د افغانستان جمهور رئېس د جمعی په ورځ په خپله ېوه مرکه کې ووېل چې ده تر اوسه پورې له ښاغلی اوباما سره، دهغه د جمهوری رېاست د افتتاح له ورځې راهېسی په تلېفون خبری ندی کړی.

ښاغلی کرزی د الجزېره له تلوېزېون سره په مرکه کې ووېل چې د امرېکا او افغانستان ترمنځ تشنج د ملکېانو د تلفاتو، د افغانانو دنېولو او د شپې له خوانه د چپاوونو په سر موجود دی.

XS
SM
MD
LG