د لاس رسي وړ اتصالات

۴٨ کله مخکې د امریکا تر ټولو د کم عمر جمهور رئیس


د ١٩٦١م کال د جنوري په شلمه، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د کم عمر لرونکي جمهور رئیس د وفادارئ لوړه وکړه.

جمهور رئیس جان ایف کینډي ۴٣ کلن وو چې د جمهوري ریاست مقام ته ورسېد.

هغه د امریکا ٣٥م جمهور رئیس وو. هغه د امریکا یوازنی جمهور رئیس وو چې د رومن کاتولیک د مذهب پیروي یې کوله.

هغه دوه کاله جمهور رئیس وو. په ١٩٦٣م کال کې هغه په ناڅرگند ډول ووژل شو او وژل کېدل یې تر ننه پورې یوه معما ده.

پولیس وايي، چې د لي اسوالډ په نامه یو کس پر هغه ډزې وکړې، خو عام خلک داسې فکر کوي چې هغه د امریکا حکومت وواژه.

هغه د امریکا په یوې شتمنې کورنۍ کې پیدا شوی و. د نیویارک جان ایف کینډي بین المللي هوايي میدان اوس د هغه په نامه یادیږي.

XS
SM
MD
LG