افغان مامورین وایی چی جمهوررئیس حامد کرزي پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چی ټاکل شوې وه د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی نن اسلام آباد ته راشی.
مگر چارواکي وایی چی هغه خپل دا سفر په کابل کی د زیاتي واوري د اوریدو په وجه ځنډولی دی.
پاکستاني مامورین وایی چی د هغه دسفر وخت بدل شوی او وروسته به اعلان سی.