د لاس رسي وړ اتصالات

د سلم داگ ملیونر په نوم فلم د کال بهترین فلم جایزه ځانته وگټله


د سلم داگ ملیونر په نوم فلم په امریکا کی د تر ټولو غورهاو د کال بهترین فلم جایزه ځانته وگټله.

نه یوازی دا بلکه دغه فلم د بهترین دایرکتر تر څنگ اوه نورې مهمې جایزې هم وگټلې.

د کال بهترینې فلمي جایزې پرون شپه د خاصؤ مراسمو په ترڅ کې گټونکو ته وویشل شوې.

د کال تر ټولو غوره سینمایی لوبغاړی شان پن ونومول شو چې د میلک یا شودو په نوم ډیر په زړه پورې فلم کی یی کار کړی و.

ددې تر څنگ د رییدر په نوم د بل فلم لوبغاړې کېت ونسلت د ښځو تر منځ لومړی مقام او دا لوی ویاړ د ځان کړ.

په بهرنیو فلمونو کی د کلاسیکې موسیقۍ یوه هنرمند په اړه جاپاني فلم تر ټولو نورو مخې ته شو.

د سلم داگ ملیونر په فلم کی د لوبغاړو ماشومانو او په عمومي توگه ټولو هندوستانیانو هم نن په ډیر ویاړ ددې بري خوشحالئ ونمانځلې.

دا د آسکر د جایزو یو اتیایمه غونډه وه چې د لاس انجلس په ښار کې د جایزو په ویشلو د شاندارو مراسمو په ترڅ کې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG