د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له چین سره د مسو د کان اړوند څو نور تړونونه امضا کړ


د افغانستان د کانو او صنایعو وزارت نن د چین له ایم سي سي کمپنۍ سره د مسو د کان د اوبو ضمني قرار داد لاسلیک کړ.

د کانو او صنایعو وزیر، انجنیر محمد ابراهیم عادل، خبریالانو ته وویل چې له ایم سي سي کمپنۍ سره د عمومي قرار داد ترڅنګ پنځه نور ضمني تړونونه هم ول چې د امنیت، برېښنا او اوبو دری یې لاسلیک شوي او دوه نور به ژر لاسلیک کړي.

د کانونو وزیر زیاته کړه د ایم سي سي کمپنۍ په څلورویشت ساعتونو کې له ۲۰ زره نه تر ۳۰ زره متره مکعبه اوبو پورې اړتیا لري چې وزارت به یې د منابعو په ښوولو کې مرسته ورسره وکړي.

انجنیر محمد ابراهیم عادل وویل د مسو دکان د امنیت د خوندي کولو لپاره یې یو زر او شپږ سوه کسیزه غونډ جوړ کړی او دا امنیتي غونډ سر له اوسه د مسو د کان د امنیت په نېولو اخته دی.

د ایم سي سي د چینایي کمپنۍ استازي زیوو بیا خبریالانو ته وویل ډېر ژر به د مسو د کان په پروژې خپل کار پیل کړي.

هغه وویل په سیمه کې د ماینونو شتون او د واورو ورښت یې په کار کې ځنډ راوستی، هغه وویل د مسو د کان په لومړیو پنځو کلونو کې به نېږدې اته زره وګړو ته د کار کولو موکه په لاس ورشي.

XS
SM
MD
LG