چېن د امرېکا د خارجه وزارت هغه معلومات رد کړېدی چې واېې په دغه هېواد کې د بشری حقوقو حآلت ښه ندی اوپه ځېنو سېموکې په ٢٠٠٨ کال کې ډېرخراب شوېدی.
د خارجه وزارت نطآق ماژاکسو خبرېالانو ته ووېل چې چېن دېته لېوال دی چې د بشری حقوقو په برخه کې له هر هېواد سره چې وغواړی بحث وکړی خو په دې شرط چې دواړه خواوې د برابری او درناوی په بنسټ باندی داکار وکړی.
هغه واشنگټن دېته وهڅاوه چې د بشری حقوقو په برخه کې په خپلو ستونزو باندی غور وکړی.
هغه واشنگټن په دې تورن کړ چې د بشری حقوقو مسله دېوې پلمی په توگه ددې لپاره استعمالوی چې د نورو هېوادونو په کورنېو چارو کې لاسوهنه وکړی.
د امرېکا خارجه وزارت هر کال په نړی کې د نورو هېوادونو د بشری حقوقو د تېرېو او څرنگوالی په باب کتنه کوی. دغه رپوټ واېې چې چېن د تېبېت په سېمو کې اود زېنجېانگ په خودمختاره سېمه کې تېر کال د خپلو کوچېنو قومی ډلو ځپل زېات کړېدی.
رپوټ دا هم واېې چې چېن د مخالفېنو، ناراضېانو، خبرېالانو، ددفاع د وکېلانو په برخه کې څارنه، او توقېفونه زېاته کړېده. خو په دغه رپوټ کې داهم ذکر شوېدی چې د تېرکال په اکتوبر کې اولمپېک په لوبو کې چېن فېصله وکړه چې خارجی خبرېالانو ته زېاته ازادې داېمی بڼه غوره کړی.