د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کی د بم  په چاودنه کی یو ماشوم ووژل شو


د ناتو قواووی وایی چی د یکشنبی په ورځ د افغانستان شمال ختیځ پلو یوه خارجی پوځی کتار ته نژدی د بم په چاودنه کی یو افغان ماشوم وژل شوی دی.

د ناتو په اعلامیه کی راغلی چی دغه حمله د ننگرهار په ولایت کی د جلال آباد ښار ته نژدی وشوه.

په دی چاودنه کی پنځه افغانان چی پکی دوه نور ماشومان هم شامل وو، زخمی شوی دی.

د اییتلاف د قواووپه یوه بل جلا خبرلیک کی راغلی چی د ناتو د قواوو یوه موټر د جلال آباد په ښار کی د یکشنبی په ورځ په بایسکل باندی سپور یو افغان سړی وواهه او ویی واژه.

د ناتو قوا وایی چی دغه پیښه په داسی حال کی وشوه چی د هغوی موټر غوښتل د یوه بل موټر نه چی مخی ته یی دفعتا ورغلی و ځان بچ کړی بل خبر وایی چی

په افغانستان کی د امریکا په مشری د ایتلاف قواوو د یکشنبی په ورځ د ملک په جنوب کی څلور تنه یاغیان په جگړه کی ووژل.

د ایتلاف په یوه خبر لیک کی راغلی چی د کندهار د ولایت د میوند په ولسوالی کیوسله والو مخافینو د اوبو په نلونوکی وسلی او مهمات پټ کړی وو.

دغه پوځ وایی چی د دی خبر په اوریدو سره هغوی د وسلو د میندلو عملیات پیل کړل خو کله چی د دی نلونو د تجمع خولی ته ورغلل،بیا پری حمله وشوه. په دی حمله کی څلور تنه یاغیان ووژل شول.

په خبرلیک کی راغلی چی د اوبو په دغو نلونو کی ماشین گڼی ،ټوپک او راکټ لینچر ومیندل.

په یو بل خبر کی راغلی چی د یکشنبی په ورځ د جلال آباد په ختیځ کی د پوځی قتار خوا ته د موټر بم یوه چاودنه وشوه.

XS
SM
MD
LG