د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا (سي آی اې) خبر ورکړی چې تقریباً سل ویډیوکسیټونه چې د بوش د حکومت پر وخت د مشکوکو ترهگرو څخه د تحقیقات جریان پکې ثبت دی، لمنځه وړل شوي دي.
دا اعلان ورسته له هغه شوی چې د امریکا د مدني آزادئ په نامه یوې ادارې په دې اړه د سپیناوي غوښتنه کړې وه.
د امریکا سرپرست لوی څارنوال لیو ډاسین وايي، تر اوسه یې ٩٢ داسې کسیټونه په نښه کړي چې له منځه وړل شوي دي.
د امریکا د مدني آزادئ د ادارې یوه مدافع وکیله وايي، ددغو کیسټونو له منځه وړل دا ثابتوي چې (سي آی اې) ددې په خبره له خلکو نه په غیرقانوني تحقیقات کړي دي.