د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په اسد کې انتخابات ومنل


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړه منلې ده چې د جمهوري ریاست انتخابات دې د اسد په ٢٩مه وشي، خو ویلي یې دي چې د انتخاباتو تر نیټې پورې به په واک کې پاتې شي.

ښاغلي کرزي نن دغه اعلان وکړ. یوه اونۍ مخکې جمهور رئیس کرزي غوښتي وو چې انتخابات دې پسرلي ته راوړاندې شي.

د حکومت مخالفو گوندونو له کرزي نه غوښتي چې د جوزا په اوله یې د پنخه کلنې دورې له پوره کیدو سره واک یوه سرپرست حکومت ته پرېږدي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د لوجستیکي مشکلاتو، امنیتي ستونزو او د سخت ژمي له آمله یې انتخابات اسد ته ځنډولي دي.

متحده ایالاتو او نورو خواوو هم ویلي دي چې دا به مشکله وي چې د اسد نه مخکې دې په افغانستان کې آزاد او عادلانه انتخابات تر سره شي.

د جمهور رئیس کرزي نه د امریکا د ملاتړ په اړه هغه وخت پوښتنې راپیدا شوې چې د اوباما حکومت په ښکاره ښاغلی کرزی تورن کړ چې په خپل حکومت کې د اداري فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

XS
SM
MD
LG