د لاس رسي وړ اتصالات

خوست او کندهار کې ٧ تندلاري وژل شوي


افغان او ایتلافي قواوې وايي، د ملک په جنوبي او ختیځو برخو کې یې په تازه عملیاتو کې اووه افراطیان وژلي او پنځه مشکوک تندروان یې نیولي دي.

په یوه مشترکه اعلامیه کې ویل شوي، د خوست په ولایت کې د عسکرو او په یوې حویلۍ کې د ځای په ځای شویو تندروانو تر منځ ډزې شوي. پنځه تنه تندروان وژل شوي او له دغه حویلۍ نه د بمونوجوړولو وسایل پیدا شوي دي.

یوه بله اعلامیه بیا وايي، افغان او ایتلافي قواوو په دوو جلا پیښو کې درې تندلاري وژلي دي. چارواکي وايي، عملیات وروسته له هغه وشول چې محلي خلکو عسکرو ته خبر ورکړ چې په دوو ځایونو کې تندلاري پټ شوي دي. له دغو دوو حویلیو نه وسلې او لاسي بمونه پیدا شوي دي.

له بلې خوا، د حکومت یوه مامور نن وویل، د نیمروز په ولایت کې د پولیسو د یوه ماموریت مخکې ته ځانمرگې حمله شوې، یو ملکي سړی او یو پولیس پکې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG