د لاس رسي وړ اتصالات

د څمڅېکي (آب چیچک) ناروغي پر ضد نړېوال کمپاین


د شملې پېړۍ په شپېتمو او اویایمو کلونو کې یو امریکایي ډاکټر، هندرسن د یوه نړېوال کمپاین د مشر په توگه هڅه وکړه څو د څمڅېکي (یا آب چیچک) ناروغي د ځمکې له سره محوه کړي.

هغه تگلاره چې هندرسن خپله کړه، ددې باعث شوه چې روغتیایي کارکوونکي په عمومي توگه د مکروبي ناروغیو په وړاندې د خپلې مبارزې لاره هم بدله کړي.

ه دغه وړوکي کتاب کې چې څمڅېکی، د یوې ناروغۍ مرگ نومیږي، ډاکټر هندرسن په عامې روغتیا کې د خپل پنځوس کلن کار او زیار نتیجه بیانوي. په کال نولس سوه و اوه شپېتم کې هغه د روغتیا د نړېوال سازمان لخوا د څمڅېکي یا آب چیچک په وړاندې د مبارزی د ډلې مشر وټاکل شو.

یوه کیسه چې په دغه مستند اثر کې د روغتیا د نړېوال سازمان څخه رانقل شوې ده.

هندرسن: "دا یوه ستره ستونزه وه او موږ پوهېدلو چې باید په کابو پنځوسو هېوادونو کې په نژدې دوه نیمو میلیونو ډالرو باندې کار وکړو."

که څه هم هغه وخت څمڅېکي یو پر درېیم اخته شوي کسان وژل، خو هندرسن لا هم خوشبینه و. هغه له ځانه سره یو اغېزمن او ارزانه واکسین او مخصوصه ستنې درلودې چې واکسین یې په آسانۍ تطبیقولای شو. ددې پر ځای چې هغه په هر یوه هېواد کې هر چا ته واکسین ولگوي، هندرسن غوره وگڼله چې د څمڅېکي د پېښو د کره رپوټ ورکولو تگلاره خپله کړي.

دا ستراتیژي وروسته د نورو ناروغیو په برخه کې هم وکارول شوه.

هندرسن: "تاسو هغه ځایونو ته ځئ چې دا پیښې پکې وي او هغه خلک پیدا کوئ. تاسو د هغو شاوخوا ته د واکسین شویو خلکو یوه حلقه جوړوئ ځکه څمڅېکی یا آب چیچک په حیواناتو کې نشته او له انسان ته انسان ته خپریږي نو که تاسو د خپراوي دغه لاره بنده کړه، څمڅېکی ختمیږي."

هندرسن له خلکو تمه درلوده او پر هغو ډاډه و چې دې لړۍ ته دوام ورکړي. د هغو کار به اکثرآ د صعب العبوره سیمو او د سیلاب یا جگړو له امله د خلکو د مهاجرت په خاطر اغېزمنېده. لومړنۍ نتیجه په ١٩٧٧ کال کې په هندوستان کې را ښکاره شوه. هندرسن په دې هېواد کې چې اوه سوه میلیونه نفوس یې درلود، یوه گرځنده څارنه پیل کړه.

په ١٩٨٠ کال کې د روغتیا نړېوال سازمان نړۍ له څمڅېکي یا آب چیچک څخه پاکه وبلله. شل کاله وروسته، ددې ناروغۍ د بیا راپیدا کېدو ویره هندرسن دې ته وهڅاوه چې د حیاتي امنیت مرکز پرانیزي.

هندرسن: "مفکوره (طرحه؟) دا ده چې د یوه نوي مکروب په اړه د چټکو څېړنو، لابراتواري معایناتو، د واکسین جوړولو او د وایرس ضد درملو چمتو کولو ته تیار اوسو. دا ډېره مهمه خبره ده."

په ٢٠٠٢ کال کې له هندرسن څخه بیا وغوښتل شول چې د څمڅېکي د یوې احتمالی خپرېدو په مقابل کې فعالیت وښایي. د متحده ایالاتو کابو پنځه اویا فیصده خلک به تر گواښ لاندې وي ځکه دلته یې د واکسین لړۍ مخکې لا خلاصه شوې ده.

هندرسن: "موږ اول وویل چې ژر تر ژره یوه ډېره اندازه واکسین ته اړتیا لرو. متخصصینو راته وویل چې د دوه سوه میلیونه دوزونو واکسین برابرول به پنځه کاله وخت ونیسي خو موږ هغه په اتلسو میاشتو کې تر لاسه کړل."

هندرسن وایي هغه څه چې دی او د هغه ملگری ټیم یې په دا دومره کلونو کې هڅولی دی، ددې خبرې په یادول و چې هغوی د خلکو ژوند ژغوري.

XS
SM
MD
LG