د لاس رسي وړ اتصالات

مکېرنان: د اېتلاف قواوې د افغانستان په جنوبی سېمو کې په مبارزه اخته دی


په افغانستان کې دناټو او امرېکا قوماندان واېې چې دوی د افغانستان په جنوب کې د افراطی طالبانو خلاف جگړی د گټلو په حال کې ندی.

د امرېکا د پوځ جنرال ډېوېډ مک کېرنان د برتانېې د بی بې سی راډېو ته ووېل چې د اېتلاف ستراتېژی واضحه ده خو منابع ېې کمی دی.

هغه دا هم ووېل چې د افغانستان په نورو برخو کی هلی ځلی مخ په کامېابی روانی دی.

جنرال مک کېرنان زېاته کړه چې د اېتلاف قواوې د افغانستان په جنوبی سېمو کې او ېو شمېر ختېځو سېمو کې په مبارزه اخته دی.

د هغو اولس زرو امرېکاېې عسکرو چې افغانستان ته به په راتلونکېو مېاشتو کې ورسېږی، زېاته برخه به په جنوب کې چې د طآلبانو قوی مورچل گڼل کېږی واچول شوی.

جنرال مک کېرنان زېاته کړه چې دی فکر کوی چې اضافې عسکر به سږ کال د امنېت په شراېطؤ کی دبدلون راوستلو مشری په غاړه ولری.

په دې نېژدی ورځو کې جمهور رئېس براک اوباما ووېل چې امرېکا په افغانستان کې د جگړی د گټلو په حال کې ندی او دی په دې برخه کې د داسی نظرېاتو اورېدلو ته چې د طالبانو په بغاو ت کې له ېوشمېر عناصرو سره مذاکرات وکړی، چمتو دی.

هغه د افغانستان حآلت د امرېکا له هغو کامېابو هلو ځلو سره مقاېسه کړ چې هلته هغوی له سنی بنېاد گرو سره په عراق کې خبری وکړی.

دغه کسان د القاعده په راپورته کېدو او شېعه گانو په تشدد باندی اغفال شوی وو. د امرېکا د پوځ ېو ډگروال جان جانسن هم په افغانستان کې د بغاوت په تشدد او مرگ ژوبله کې د زېاتېدو ېادونه وکړه.

هغه ووېل چې د تېرکال په نسبت د پاکستان سرحد ته نېژدی سېمو کې په حملو کې شل فېصده زېاتوالی راغلی دی.

رپوټ واېې اوس په افغانستان کې د امرېکا ٣٨ زره عسکر وجود لری. او اولس زره به نور هم سږکال ور ولېږل شی. په دې توگه به دعسکرو شمېر اوېا ٧٠ ته ورسېږی. همد اقوه په ناټو کې هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG