د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او هند ترمنځ د ترهگرۍ پر ضد همکارۍ


د امریکا په کانگرس کې مخکښ وکیلان او په واشنگټن کې د جنوبي اسیا یو شمیر کارپوهان د جمهور رئیس اوباما له ادارې غواړي چې د هند سره د ترهگرۍ ضد اړیکې ژورې کړي.

دا غوښتنه د هند په اړه د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې په یوه وروستنۍ غونډه کې مطرح شوه.

په هند کې وروستیو تروریستي بریدونو په واشنگټن کې دا غوښتنه پیاوړې کړه چې امریکا دې د هند سره د ترهگرۍ ضد اړیکې پراخې کړي.

په سیمه کې د ترهگرۍ په پراخیدو سره د جنوبي اسیا مخکښ کارپوهان د امریکا او هند ترمنځ د تروریستي ضد همکارۍ غږ کوي.

په کانگرس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې عمده غړي دا ډول تاړیکې د دواړو هیوادونو ترمنځ مخ پر وده گڼي. د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مرستیال گري اکرمن د پرله پسې تماس غوښتنه کوي.

"په داسې حال کې چې امریکا او هند د دوه زرم کال راهیسې د ترهگرۍ ضد یوه گډه کاري ډله لري، دې گروپ تر اوسه صرف نهه ځلې سره لیدلي دي."

د ممبای د تروریستي بریدونو پړه په پاکستان کې میشت د لشکر طیبه پر ملیشه ډلې اچول کیږي. او اکرمن وایي پر یهودانو باندې برید او د غربیانو تلفات خاصه معنی درلوده.

"په ممبای کې برید صرف د کشمیر په اړه نه و، بلکه په پاکستان کې میشت د لشکر طیبه له لورې داسې یو اعلان و چې دوی د القاعده شبکې په شان پراخه اهداف لري."

د هیریتج پونډیشن کارپوهه لیزا کورتیس وایي چې د امریکا او هند ترمنځ د ترهگرۍ ضد قوي اړیکې د دواړو هیوادونو د امنیت په گټه دي.

"متحده ایالاتو اشتباه وکړه چې پر امریکا باندې د سپتمبر د تروریستي بریدونو وروسته یې پر پاکستان فشار وانچوه چې د لشکر طیبه ډلې فعالیت بند کړي."

په تیر نومبر کې د ممبای له بریدونو وروسته سمدستي امریکایي چارواکو وویل چې د دوی فدرالي پولیسو پلټنه کړې او خپل معلومات یې پاکستان ته ورکړي. وروسته بیا د اف بي ای رئیس رابرت مویلر هند ته لاړ.

"ترهگري یواځې سیمه ایزه ستونزه نه ده. دا د یو هیواد پورې اړه نه لري. دا یوه نړیواله مسله ده او هغه وخت بریالیتوب ترلاسه کیدای شي چې مونږ ټول سره په گډه کار وکړو، استخباراتي معلومات تبادله کړو، د خپلو مختلفو قضایي سیستمونو نه کار واخلو تر څو هغوی چې دا بریدونه یې ترسره کړي محاکمې ته کش کړو."

د دوه اړخیزو اړیکو په هکله د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال کارل اندرفورت وویل چې د اوباما اداره باید د هند سره ستراتیژیکه همکاري پراخه کړي.

"په اړیکو کې دا د پاملرنې وړ بدلون د جمهور رئیس کلنتن په وخت کې پیل او د جمهور رئیس بوش په وخت کې پراخ شو. او زه په دې باور یم چې دا اړیکې به اوس د جمهور رئیس اوباما په دوره کې په مثبته توگه خپلې پرمختیا ته دوام ورکړي."

کارپوهان وایي په واشنگټن کې د نوی ادارې په رامنځ ته کیدو او په هند کې د راتلوونکې میاشتې د عمومي انتخاباتو په درشل کې د امریکا او هند اړیکې په مهم پړاو کې دي. دوی وایي هیله من دي چې د اړیکو د پرمختیا لپاره اوسنی حرکت به همداسې جاري وي.

XS
SM
MD
LG