د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي پسرلنی کمپاین نن په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي له لوري د څو ماشومانو په خوله کې د واکسین د څاڅکو په اچولو سره پيل شو.
د عامې روغتیا وزیر، سید محمد امین فاطمي، خبریالانو ته وویل چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي دغه ملي کمپاین به درې ورځې وخت و نیسي او شاوخوا اووه عشاریه اووه ملیونه ماشومان به پکې واکسین کړای شي.
د واکسین دا کمپاین په دوه دېرشو ولایتونو کې تطبیق کیږي او څلور ملیونه امریکايي ډالره به پرې لګښت راشي. دې کمپاین ته ۵۲ زره روغتیايي کارکوونکي موظف شوي.
د روغتیا وزیر په ډاګه کړه چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ګوزڼ څلور پېښې لیدل شوي، هغه هم د کندهار او هلمند په ولایتونو کې.
فاطمي د دولت پر مخالفینو غږ وکړ چې د واکسیناسیون د کمپاین مخه ډب نه کړي او روغتیايي کارکوونکو ته اجازه ورکړي ترڅو نا امنو سېمو ته د کمپاین لمن وغځوي.
polio, karzai, vaccination, campiagn, kabul, afghanistan, health, pashto news, voa