د ایران د جمهوري ریاست کاندید میر حسین موسوي وايي، ملک یې هم اصلاحاتو او هم د اصولو ته د ورستنېدو ضرورت لري.
په یوه لیک کې چې د ایران مطبوعات وايي، نوموړي د ایران پخواني اصلاح غوښتونکي جمهور رئیس محمد خاتمي ته لیږلی، دوی دواړو ټینگار کړی چې په ایران کې سمه لاره د اصلاحاتو عملي کول دي.
ښاغلی خاتمي د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اصلاح غوښتونکو د متحد ساتلو لپاره نه غواړي چې آینده انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.
خو ښاغلی موسوي چې مخکې د ایران صدراعظم و، وايي چې د اصلاحاتو د عملي کېدو سره یو ځای باید اصولو او اساساتو ته ملک ور ستون شي. د ایران محافظه کاران ځان د اساساتو پیروان گڼي.
د اساساتو اشاره هغو قواعدو او اصولو ته ده چې د ایران د اسلامي انقلاب پر وخت ایښودل شوي دي.
تمه کیږي چې محافظه کار جمهور رئیس محمود احمدي نژاد به د جون د ١٢مه په انتخاباتو کې یو ځل بیا واک ته ورسیږي. خو تر اوسه هغه خپله کاندیدېدا نه ده اعلان کړې.