د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې چاودنې ښځه او میړه دواړه ووژل


د عراق امنیتي مقامات وايي، په دوو جلا چاودنو کې یو پولیس او یو بل تن له خپلې میرنې سره یو ځای وژل شوي دي.

پولیس وايي، نن په شمالي ښار موصل کې د پولیسو پر یوې گزمې باندې یوه ځانمرگي حمله وکړه او یو پولیس یې له ځانه سره وواژه. په پیښه کې لږ تر لږه دوه تنه نور زخمي شوي دي.

د موصل ښار په عراق کې د سني تندروانو قومي مرکز گڼل کیږي. د ډیاله په ایالت کې بیا د بم په یوې چاودنې کې یو سړی له خپلې میرمنې سره یو ځای وژل شوی دی. په دغه ایالت کې د القاعده ډله فعاله ده.

XS
SM
MD
LG