د لاس رسي وړ اتصالات

د سي آی اې رئیس هند ته تللی


د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې رئیس لیون پینیټه هند ته تللی او د هغه هیواد د چارواکو سره یې دسیمي د امنیت او د یاغیانو سره د جگړې په باب خبري کړي دي.

هغه د خپل لومړني خارجي سفر په لړ کی نوي ډهلي ته رسیدلی دی او نن د پنجشنبې په ورځ یې د هند د کورنیو چارو د وزیراو د استخباراتو د لوړ رتبه مامورینو سره وکتل.

هندي چارواکي وایی چی هغوی ددواړو ملکونو تر منځ د استخباراتو د شریکولواو تیر کال په مومبای کی د تروریستي حملو د تحقیقاتو په باب خبري وکړې.

ویل کیږي هغه به نن وروسته د همداسي خبرو د پاره پاکستان ته هم سفر وکړی.

XS
SM
MD
LG