د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ستری محکمی رئېس په کار پېل وکړ


د پاکستان د سترې محکمی قاضی نن د سه شنبی په ورځ خپل کارته راستون شو او دېوه اتل په توگه ېې هرکلی وشو.

قاضی افتخار محمد چوهدری دېوکال نه زېاته موده مخکی له کارنه برطرف شوی و.

کله چې هغه په اسلام اباد کې محکمی ته راننوت وکېلانو دهغه په مخکی د گلانو پاڼې شېندلی او د خوښی شعارونه ېې ورکول.

تردی وروسته چوهدری وروسته په محکمه کې چې له خلکو نه ډکه وه ووېل چې دپاکستان اصلی قضاېئه او س بېرته په خپل حآل شوه.

قاضی چوهدری وکېلانو ته ووېل چې په قضائېه کې د زېات اداری فساد مخه ونېسی.

رپوټ واېې چې د سترې محکمی دغه رئېس افتخآر محمد چوهدری او شپېته تنه قاضېان د پخوانی جمهور رئېس پروېز مشرف له خوانه په ٢٠٠٧ کال کې برطرف شول. له پروېز مشرف سره داوېره وه چې دهغه د بېا انتخابېدو په لاره کې قانونی خنډونه پېښ نکړی.

تېره اونی، اوسنی جمهور رئېس اصف علی زرداری د مخالفېنو غوښتنی ومنلی او دېوې اونی له اعتراضونو نه وروسته ېې قاضی افتخار محمد چوهدری بېرته برحال کړ. په پخوانېو قاضېانو کې هم ډېر قاضېان بېرته خپلو وظآېفو ته را ستانه شوېدی.

برتانېې او امرېکا هم ددې کار هرکلی کړېدی چې چوهدری بېرته محکمی ته راستون شوېدی. هغو داکار د سېاسی پخلاېنی اولنی قدم بللی دی.

دسږکال په اواېلوکې چې جمهور رئېس اصف علی زرداری جمهوررئېس سو نو دالوړه ېې وکړله چې قاضېان بېرته برحال کړی.

خو هغه داکار وځنډاوه. له هغه سره داوېره وه چې دغه ازادمنشه قاضی به دهغی معاملی په برخه کې پوښتنی وکړی چې په هغې کې زرداری ته بښنه شوېده او هغه ته اجازه وشوه چې له ډېرې مودې جلاوطنی نه وروسته خپل هېواد ته راستون شی او په سېاست کې برخه واخلی.

په همدغه مسله باندی دمخالف سېاسی گوند مشر نواز شرېف له اېتلافی حکومت نه د سږکال په اولو شپوورځو کې جلاشو. په دې نېژدی وخت کې محکمی نواز شرېف او دهغه ورور په انتخاباتوکې له برخی اخېستلو نه منع کړل.

تردی وروسته، د حکومت خلاف بېا ډېرې مظاهری وشوې او په نتېجه کې ېې قاضی افتخار محمد چوهدری بېرته برحال شو.

XS
SM
MD
LG