د لاس رسي وړ اتصالات

ظاهر عظیمي په امریکایی قواو کی د زیاتوالي هرکلی کړی دی


د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند، جنرال ظاهر اعظیمي په امریکایی قواو کی د زیاتوالي هرکلی کړی دی او ویی ویل چې د افغانستان د پوځ د روزنې او په پښو بیا درولو مسله یو ډیر مهم گام بلل کیږی.

امریکا د نړیوال تیریرزم سره د مبارزی په برخه کی د پخوا په شان خپل هدف ته د رسیدو په لاره کی جدي ده. او اوس داسې ښکاری د تیرریستي فعالیتونو دا مرکزونه پاکستان ته انتقال کړای شوی دی.

همداشان، د پاکستان جمهور رئیس اصف علی زرداري د اوباما نوی ستراتیژي چې د تررزم په خلاف یی د نوی مبارزی په لړ کی اعلان کړه، ستایلی ده.

هغه د شنبې په روځ دغه نوي گام ته د مثبت بدلون نوم ورکړ.

هغه پرون د پاکستان پارلمان ته د یوې وینا په ترڅ کې د جمهور رئیس اوباما د هغی پریکړی ستاینه وکړه چی پر کانگرس باندی یی غږ کړی دی چی پاکستان سره دی هر کال د یو اعشاریه پنځه ملیارد دالرو مرسته وشي.

هغه وویل دا به د تررستی شبکو او سخت دریځو د له منځه وړلو او په اقتصآدی بیا رغونه کی مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG