د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما اروپا ته خپل رسمي سفر نن پیل کړې


جمهور رئیس براک اوباما نن د لسو اونیو وروسته چې جمهور رئیس ټاکل شوې اروپا ته خپل لمړنې رسمي سفر پیل کړ.

جمهور رئیس اوباما په همدې اونۍ کې د شلو سترو صنعتي هیوادونو د اتحاد کیدو لپاره یو قوي پیغام وړاندې کول غواړي.

اروپا ته د جمهور رئیس اوباما سفر په داسی وخت کې کیږي چې نوموړئ د هغو اختلافاتو د له منځو وړلو په هڅه کې دی چې د نړیوال اقتصادي بحران په اړوند موجود دی.

اوباما د اروپا پنځه و هیوادونو ته خپل اته ورځنې سفر نن پیل کړې چیرته چې هغه به د اروپایې مشرانو چې په عراق کې د امریکا د جگړې په سر او د پخواني جمهور رئیس جورج بوش د وخت نه د گوانتانامو په زندان کې د بندیانو سره د بد سلوک له امله جلا شوي وگوري.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت گیبس وایې جمهور رئیس او امریکا به په لندن کې خبرو ته غوږ ونیسي او همدا شان مشري به هم وکړي.

بل پلو، شا و خوا لس زره فرانسوي پولیس د فرانسې په سترزبورگ کې د ناټو په همدې اونۍ کې د کیدونکی غونډې د امنیت لپاره تنظیم شوي دي.

په داسی حال کې چې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او ٢٧ نور مشران یادې شوی غونډې ته د تلو په حال کې دي د فرانسې او جرمني په سرحدونو کې ځمکنی او هوایې کرښې کلکې د څار لاندې نیول شوي دي.

پدې غونډې جوړیدو سره به ناټو د خپل ائتلاف شپیتمه کلیزه ولمانځي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل دا د فرانسې په خاوره کېترټولو ستر پوځي ماموریت بلل کیږي. د اپریل په دریمه او څلورمه د ناټو دکیدونکی غونډې لپاره د زرو زیات خبریالان سیمې ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG