د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمی، قوې سېاستمدار بېرته په خپله پخوانې چوکۍ باندی بر حال کړېدی


د پاکستان ستر ې محکمی قوې سېاستمدار شهباز شرېف بېرته په خپله پخوانې چوکۍ باندی بر حال کړېدی.

د سترې محکمی پنځه قاضېان چې د ستری محکمی د رئېس افتخار محمد چوهدری په واسط ټاکل شوېدی، هغوی د شهباز شرېف او دهغه د ورور په برخه کې چې تېره مېاشت برطر ف شوی و خپله فېصله واوروله.

خو د قاضېانو دغی پنځه کسېزې ډلې په دې باندی فېصله ونکړله چې اېا هغوی د بېا انتخابېدو اهلېت لری او که نه.

ددې علت دا دی چې محکمه به په راتلونکېوو غونډو کې د هغوی د محکومېتونو په فېصلو باندی غور وکړی.

پخوا هغوې په انتخاباتو کې له گډون کولونه منع شوی وو.

د پاکستان جمهور رئېس اصف علی زرداری د پنجاب په صوبه باندی، تېره مېاشت فېدرالی قانون نافذ کړ.

ځکه چې محکمی د نواز شرېف او د هغه دورور شهباز شرېف خلاف محکمی هغه حکم تعمېل کړ چې واېې دا دواړه ورونه په انتخاباتو کې گډون نشی کولی.

هغه وخت دمحکمی دغه حکم دمخالفو سېاسی گوندو قهر او غوسه راوپاروله او د حکومت خلاف سختی مظاهری وشوی.

ددغو مظاهر په لړ کې حکومت د ستر ی محکمی پخوانې مشر افتخار محمد چوهدری بېرته برحال کړی.

XS
SM
MD
LG