د اسراېلو نوي صدر اعظم بنجامن نتن ېاهو نن د دوهمی دوری لپاره په خپل کار باندی شروع وکړه او اعلان ېې وکړ چه سمدستی به نوی کابېنه خپل کار شروع کوی.
نتن ېاهو په بېت المقدس کی د افتتاحی مراسمو په وخت وېنا کوله.
هغه نن رسما د پخوانی صدر اعظم ېهود اولمېرت نه دچارو واگی واخېستلی.
جمهور رېس شېعمون پېرېز نوي صدر اعظم او د کابېنی دېرشو وزېرانو ته د وفادارئ قسم ورکړ.
د ېوې تازه سروېې له مخی وېل کېږی چه د اسراېلو په سلو څلور پنځوس فېصده خلک د ددی نوی ښی لاسی اېتلافی حکومت په باب منفی نظر لری.
دا سروې د هارېتز ورځپاڼی کړی ده.
ورځپاڼه واېې چه د کابېنی وزېران دومره زېات دی چه داسراېلو سېاسی او ټولنېز مساېل حل کولی نه شی.