د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وایی چی اسرائیل به شاید په روان کال کی پر ایران حمله ونه کړی


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس وایی چی دا به د حیرت خبره وی چی اسرائیل په همدې روان کال کی پر ایران باندی حمله وکړی.

گېټس د فاینینشیل ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کی وویل چی تر اوسه لا هم وخت سته ، شاید درې کاله نور به لا هم پاته وی چی ایران دې ته وهڅول سی چی د ذروي وسلو د جوړولو نه لاس واخلی.

لویدیځ هیوادونه او اسرائیل په دې باور لری چی ایران ددې د پاره ذروي ټیکنالوجۍ ته انکشاف ورکوي چی ذروي وسلې جوړي کړی، مگر هغوي په دې باب موافق نه دي چی ایران به دا وسلې کله جوړي کړي.

د اسرائیلو د استخباراتو لوړ رتبه مامورین وایی چی ایران همدا اوس کولای سی چی یو ذروي بم جوړ کړی، او اسرائیلي مشرانو په ایران باندي د نظامي اقداماتو امکانات نه دي ردکړي.

د امریکا د اردو یو لوړ رتبه قومادان پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانگرس ته وویل چی اسرائیل به ژر دا احساس کړی چی په ایران باندي له حملې نه پرته بل چانس نه لری.

XS
SM
MD
LG