د لاس رسي وړ اتصالات

نیو یارک ټایمز: د پاکستان ـ امریکا د وروستیو خبرو جزیات 


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې پاکستان امرېکاته واېې زموږ او تاسی ترمنځ د اعتبار په برخه کې سوال موجوددی.

په دې تبصره کې دهغو خبرو تفصېلات دی چې د پاکستان له چارواکېو سرهد رېچرهالبروک او ماېک مولېن دملاقاتونو په برخه کې دی.

د امرېکا په دوه جگپوړه چارواکېو باندی د سه شنبی په ورځ په پاکستان کې سخت زمولوونکی اوشدېد انتقاد وشو.

د پاکستان خارجه وزېر ووېل چې ددواړو هېوادونو ترمنځدباور او اعتماد په برخه کې پوښتنی موجودی دی.

په خاصه توگهد امرېکا د توغندېو دهغو برېدونو په برخه کې چې د پاکستان په قبېلوی سمېوکېکېږی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې د امرېکا دوه لوړ پوړه چارواکی د لوېو درستېزانو د کومېټی رئېس او دسمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن او د پاکستان او افغانستان لپاره د امرېکا خاص استاځی رېچرد هالبروک دواړه حاضر وو چې د پاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشی ووېل موږ د بې پېلوټه الوتکېو په برخه کې خبری وکړی، اجازه راکړۍ چې زه سپېنه خبره وکړم.

په دې برخه کې زموږ تر منځ خلا موجوده ده. هغه ووېل لنډه خبره دا ده چې زموږ ترمنځ د اعتبارد موجودېت په هکله سوال موجود دی.

د پاکستان او امرېکا په اړېکو کې، د نوی خړپړتېا نښه له دېنه راپېدا شوېده چې د پاکستان د استخباراتو رئېس ډگرجنرال احمد شجاع پاشا، له دېنه انکار وکړ چې له ښاغلی هالبروک او ماېک مولېنسره جلا ملاقات وکړی.

هغوی دواړو ترېنه د جلا ملاقات غوښتنه کړی وه.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې، ډگرجنرال احمد شجاع پاشا، په هغه مجلس کې برخه وانخېستله چې دپاکستان د لوېودرستېزانود کومېټی رئېس جنرال اشفاق کېانی اودامرېکادغه دوه لوړپوړه چارواکی پکی موجود وو.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی قرېشی دبې پېلوټه الوتکېو او دتوغندېو د حملو مسلی ته اشاره وکړه چې دالقاعده د خوندی ځاېونو خلاف کېږی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې د پاکستان استخبارات په دې هم سخت ناراضه شوېدی چې دوه اونی مخکی ښاغلی هالبروک او دمرکزی گارنېزېون قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېېس برالا ووېل چې دپاکستان داستخباراتو اداره لاتراوسه پورې د طالبانو د جنگېالېوملاتړ کوی چې افغانستان ته اوړی او دامرېکا پر عسکرو حملی کوی.

ښاغلی هالبروک او د سمندری قواو ستر جنرال ماېک مولېن ددوشنبی په ورځ ناوخته اسلام اباد ته ولاړل چې د جمهوررئېس اوباما د نوی ستراتېژۍ نوی اړخونه پهتفصېل سره بېا ن کړی. په دغه پالېسی کې وېل شوېدی چې دالقاعده د سېب ځاېونه دې په پاکستان کې تخرېب کړای شی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې په خبری کنفرانس کې شاه محمود قرېشی خپل غږ اوچت کړ او دواړو امرېکاېانو ته ېې دتنبېه په ډول ووېل چې د گډ کار شراېط ډېر واضح دی.

موږ او تاسی به ددوه اړخېز اعتبار او دوه اړخېز احترام په بنېاد کار وکړواو دا وروستی خبره ده. هغه زېاته کړه چې موږ ېوازې هغه وخت په گډه کار کولی شو چې ېوبل ته احترام وکړو او ېو پر بل اعتبار وکړو. په دې برخه کې بله لاره نشته او بل هېڅ شی به کار ورنکړی.

د جمهور رئېس اوباما د نوی پالېسی پر بنا، دامرېکا چارواکېو ووېل چې دامرېکا د تازه نظآمی اوملکی مرستی به په دقېقه توگه وڅارل شی چې داخبره ېقېنی کړی شی چې دا دهغو اهدافو د ترسره کولو لپاره لگول کېږی چې ورته ټاکل شوېدی.

او دنورو شېانو داستعمال لپاره بلی خواته نه اړول کېږی. د اوباما ادارې ووېل چې په دې برخه کې به نور د پاکستان لپار ه داسی مرستی نه وی چې حساب اوکتاب ېې ونه شی.ددې په ځواب کې قرېشی ووېل چې پاکستان به نه دامرستی قبولی کړی او نه به ېې ورکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې هالبروک ووېل چې امرېکا او پاکستان له ډېرپخواراهېسی اړېکی درلودلی دی او واشنگټن به د پاکستان ملاتړ کولو تهادامه ورکړی.

نېوېارک ټاېمز په پاکستان کې لېکی چې دامرېکا او پاکستان چارواکی به ډېر ژر په توکېو کې ملاقات وکړی چې مالی مرستی راټولی کړی چې له پاکستان سره په مالی اواقتصادی ستونزو کې مرسته وکړی. ښاغلی هالبروک ووېل چې موږ به همدالاره تعقېب کړو.

XS
SM
MD
LG