د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما واېې راتلونکی ېونېم کال به په عراق کې ډېر مهم وي


د امرېکا جمهور رېس براک اوباما خارج ته د خپل لومړي سفر په پای کی بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

د سه شنبی په ورځ ښاغلی اوباما ناڅاپه عراق ته ولاړ او د بغداد نه بهر ېې دبری د کمپ په نامه د امرېکاېې قواو په ېوه نظامی اډه کی د امرېکا د عسکرو او قوماندانانو سره ولېدل.

په داسی حال کې چه ډېر تود هرکلیېې وشو، ښاغلي اوباما امرېکاېې عسکرو ته ووېل چه راتلونکی ېو نېم کال به په عراق کی دامرېکاېې قواوو د عملېاتو لپاره ډېر مهم وی.

اوباماووېل چه، اوس ددی وخت رارسېدلی دی چه عراقېان دخپل ملک چاری په خپله سمبال کړی او دامنېت د ساتلو مسولېت ېې په غاړه واخلی.

جمهور رېس براک اوباما په عراق کی د امرېکا دپوځ د عمومی قوماندان جنرال رې اوډېرنو، دعراق دصدراعظم نوری المالکی او جمهور رېس جلال طالبانی سره سره هم خبری وکړی .

د امرېکا جمهور رېس اعلان کړی دی چه غواړی دکال دوه زره لس مېلادی د پای پوری د امرېکاېې عسکرو زېاته برخه دعراق نه وباسی.

XS
SM
MD
LG