د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایی حق لری چی د اټومی انرژی د بټی د جوړولو لپاره یورانیم غنی کړی


د ایران د پارلمان ریس وایی چی د نړی طاقت لرونکی ملکونه د دی حق نلری چی د ایران د دغه قابلیت نه انکار وکړی چی کولای شی اټومی ټکنالوژی ترلاسه کړی.

علی لاریجانی نن وویل چی د شپږو طاقت لرونکو ملکونو سره هر ډول خبری باید په دی بنیاد ولاړی وی چی د هغه په قول د اټومی وسلو د نه خپرولو د تعهد کونکی ملک په حیث د ایران حق په نظر کی ونیول شی.

تهران وایی چی د دغه تړون له مخی ایران حق لری چی د اټومی انرژی د بټی د جوړولو لپاره یورانیم غنی کړی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ایران نه غوښتی چی د یورانیمو غنی کول بند کړی، ځکه چی واشنگټن او انډیوال ملکونه یی دا ویره لری چی په دغی پروسی کی کیدای شی چی اټومی وسلی جوړی شی.

د اوباما حکومت د چارشنبی په ورځ ویلی چی حاضر دی د پنځو نورو طاقت لرونکو ملکونو برتانیی ،چین ،فرانسی،جرمنی او روسیی په شمول د ایران سره د هغهد اټومی پروگرام په اړه خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG