د لاس رسي وړ اتصالات

لوگر او خوست کې عملیات شوي


ایتلافي قواوې وايي، د لوگر او خوست په ولایتونو کې یې له افغان عسکرو سره په مشترکو عملیاتو کې څلور شکمن جگړه ماران وژلي دي.

قواوو نن د شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د لوگر په ولایت کې یې د جگړه مارانو د رهبرئ کسان په نښه کړي او په عملیاتو کې یې د هغوی درې تنه وژلي دي.

ایتلافي قواوې همدارنگه وايي، د خوست په ولایت کې یو افراطي هغه وخت ووژل شو چې د دوی بې پیلوټه جاسوسو الوتکو هغه کشف کړ چې له دوو نور کسانو سره یو ځای بم ښخوي.

له بلې خوا، د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې هم عملیات شوي دي. د ناټو او افغان عسکر وايي، د تندروانو د پټېدو د ځمکې لاندې یو ځای یې په نښه کړی او په عملیاتو کې نامعلوم شمیر وسله وال وژل شوي دي.

امریکا وايي، په آینده څو میاشتو کې چې افغانستان ته نور امریکايي عسکر لیږل کیږي، کیدای شي په دغه ملک کې د ناامنئ پیښې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG