د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي تقریبا د امریکا د ستراتیژي 'له ټولو مواردو سره موافق دي'


د افغانستان جمهورریس حامد کرزی وایی، هغه د افغانستان دپاره د متحده ایالاتو د جمهورریس براک اوباما د ستراتیژی د تقریبا ټولو ټکو سره موافقه لری، مگر دی فکر نه کوی چی القاعده په افغانستان کی شته.

ښاغلي کرزي دغه تبصره پروند سی این این له ټلوېزیونی شبکې سره په مرکه کی وکړه.

د ښاغلي اوباما په پلان کی دا راغلی دي چی په افغانستان کیبه په زرهاو نور عسکر اچوی اوتر ټولو مهم هدف یې القاعده او نورو ټروریسټی ډلو ته ماته ورکول دي.

مگر ښاغلي کرزي په دې خبری ټینگار وکړ چی القاعده په افغانستان کی نشته. ده وویل امریکا او د هغه متحدینو او د افغانستان خلکو په کال ٢٠٠١ کی القاعده له افغانستان نه وایستل.

ده وویل القاعده ښایی خپل جنگیالي بیرته افغانستان ته لېږلي وي مگر په دې خبری یې ټینگار وکړ چی فکر نه کوي په افغانستان کی د القاعده مرکزونه شته.

جمهورریس کرزي دغه راز وویل د طالبانو سره روغه جوړه باید په ملی سطح وشی اوبین المللی ټولني او محلی خلکو ملاتړ باید ورسره وی.

ښاغلي کرزي وویل د طالبانو سره په تاکتیکی سطح سوله نه شی کېدلای. ده وویل د طالبانو سره د متحده ایالاتو د قوماندان د مذاکراتو نه څه نه شی ترلاسه کېدلای.

د افغانستان او پاکستان دپاره د متحده ایالاتوخاص استازي ریچارډ هولبروک هم په همدغه پروگرام کی په یوه جلا مرکه کی پر دې مسلې باندی خبری وکړې.

هولبروک وویل د طالبانو له ځینو عناصرو سره د روغی جوړید کېدلو احتمال موجود دی او په دغه برخه کیپه هره سطحد خبرو د امکاناتو په کار کی پرمختگ راغلی دی.

ده وویل واشنگټن په دې نه پوهېږی چی ددغه پروگرام څونه برخه په عملی شی مگر ده په دېټینگار وکړ چی دا مهمه ده چی د هغو کسانو سره چی د طالبانو له اصولو سره موافقه نه لری خو په افغانستان کی د ناټو د قواوو په اهدافو سم پوه شوي نه دي، خبری وشی.

دغه راز ښاغلي کرزي وویلپه جنجالي نوي قانون کی بهپه ټولو هغو مادو کی تغیرات راوستل شی چی د هیواد له اساسی قانون او یا اسلامی شریعت سره برابر نه وی.

ښاغلي کرزي په هغه نوي قانون باندی خبری کولې چی مخالفین وایید ښځو حقوق محدودوی. دغه قانون یوازي د افغانستان په شیعه اقلیت باندی اغېزه کوی، د ښځو جنسی حقوق تر پښو لاندی کوي او ښځو ته اجازه نه ورکوی چی د مېړونو لهاجازې پرته له خپلو کورونو نه بهر ووزی.

ښاغلي کرزي وویل دغه قانون یې په داسی حال کی لاسلیک کړ چی د هغه ټولی مادې یې لوستي نه وې.

XS
SM
MD
LG