د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس له براک اوباما سره ملاقات کوی


فلسطېنی مامورېن واېې چی جمهور رېس محمود عباس به د مئ په شپاړسمه نېټه په واشنگټن کی د امرېکا د جمهور رېس براک اوباما سره ملاقات وکړی.

د سه شنبی په ورځ سپېنی ماڼئ اعلان وکړ چه ښاغلي اوباما د اسراېلو، مصر او فلسطېن مشرانو ته بلنه ورکړی ده چی په څو هفتو کې دې د خبرو لپاره واشنگټن ته راشی.

جمهور رېس براک اوباما واېېتوقع کوی چه د اسراېلو او فلسطېن مشران به د منځنی ختېح د سولې د خبرو د شروع کولو په خاطر ېو د بل په مقابل کی خپل ښه نېت څرگند کړی.

جمهور رېس اوباما واېې چه نه سمدستی ددی ښه نېت دڅرگندولو په هکله په تفصېل څه وواېې خو دواړه خواوې په دی خبره باندی ډېر ښه پوهېږی چی څه ډول اقدامات د اعتماد د را پېداکولو لپاره گټوردی.

اوباما ووېل چه د دوو دولتونو دجوړېدلو کلک طرفدار دی او د اسراېلو او فلسطېنېانو په منځ کی د څو لسېزو زړی شخړی دوام دهېچا په گټه نه ده.

XS
SM
MD
LG