د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: د پاکستان د حکومت سقوط د نړۍ امنیت ته مرگانی خطر پیښوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د پاکستان پر حکومت له دې آمله کلک انتقاد کړی دی چې طالبانو ته یې سیمې ور پرې ایښي دي.

هیلري کلینټن وايي، د پاکستان د حکومت سقوط د ټولې نړۍ امنیت ته مرگانی خطر پیښوي.

میرمن کلینټن دغه خبرې د امریکا د ولسي جرگې د بهرنیو چارو د کمیسیون د غړو پوښتنو ته په ځواب کې کړي دي. دا په تاریخ کې د پاکستان په باب د امریکا د خارجه وزیرې تر ټولو سختې خبرې دي.

د یوه وکیل د پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزیرې وویل، د پاکستان جمهور رئیس آصف زرداري داسې یوه پالیسي انتخاب کړې ده چې طالبانو او د القاعده ملاتړو ته سیمې ورپرېږدي. کلینټن دا کار د تروریستانو په پښو درول وبلل.

"موږ نشو کولای چې له دې آمله د پاکستان وجود ته د پیښو خطرونو نه طرف نظر وکړو. اسلام آباد ته نږدې د تروریستان او ځینو نورو ډلو یو کمزوری اتحاد غواړي د پاکستان حکومت راچپه کړي او موږ ټول پوهیږو چې هغه حکومت اتومي وسلې لري".

د ولسي جرگې جمهوري غوښتونکی غړی ایډ رویس چې د بهرنیو چارو د کمیسیون له رئیس هووارډ برمن سره یو ځای څه موده مخکې تللی و، وویل چې د پاکستان چارواکو ورسره هغه اندېښنې شریکې کړي چې هغوی یې د تندروان نه لري.

"د تیرې اونۍ په غونډه کې د پاکستان ځینو عالي رتبه چارواکو برمن او ما ته وویل، دوی خپله اندېښنه وښودله. راځئ ووایو چې دوی حالت ډیر خطرناک وباله. په کار ده چې موږ په دې مسیر کې مبارزې ته آماده اوسو".

له دې وروسته، جمهوري غوښتونکي وکیل، میچل مکال له میرمن کلینټن نه د امریکا د پارلمان د هغې پریکړې په اړه وپوښتل چې پاکستان ته یې د مرستو پر ورکولو باندې قید او شرط لگولی دی. د امریکا د پارلمان ولسي جرگه او د مشرانو جرگه دواړه غواړي چې پاکستان ته پر مرستو ځینې شرطونه ولگول شي.

د بهرنیو چارو وزیرې وویل، د اوباما حکومت هم په دې نظر دی چې باید مرستې په شرطونو باندې ورکړل شي خو و یې ویل چې ددغو شرطونو ټاکل اسانه کار نه دی.

"که شرطونه ډیر کمزوري وي، بدلون نشي را وستلای. که ډیر قوي وي، له سخت عکس العمل سره مخامخ کیږو. ځکه نو موږ په دې فکر کې یو چې داسې یوه چارو ولټول شي چې هم پاکستان حساسیت و نه ښيي او هم ښه نتیجه تر لاسه شي. موږ به فعالیتونه ارزیابي کوو او نتیجه به یې له پارلمان سره هم شریکه کړو چې له دې سره موږ کولای شو وپوهیږو چې آیا موږ هغه نتیجې ته رسیږو چې وغواړو یې او که نه".

په داسې حال کې چې د اوباما حکومت پاکستان ته پر مرستو باندې د شرطونو د لگولو لپار کار کوي؛ میرمن کلینټن دا هم وویل چې د اسلام آباد له حکومت سره باید همکاري بیخي بنده نشي ځکه چې دغه ملک د تروریزم په خلاف د امریکا له هدفونو سره مرسته کوي.

له دې وړاندې هم میرمن کلینټن د ملک د پارلمان همدې کمیسیون ته ویلي وو چې پاکستان مسئله د امریکا او د ټولې نړۍ د امنیت لپاره مرگانی خطر دی.

کلینټن وویل، که پاکستان خپلو خلکو ته ابتدايي خدمتونه ونشي کړای، نو دوی به د هغو عناصرو په خلاف ماته وخوري چې ادعا لري خلکو ته خدمت کوي او له دې لارې به هغوی وشي کړی پر ښځو او نورو باندې ستم تحمیل کړي.

د امریکا د ولسي جرگې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون رئیس هووارډ برمن وویل، پارلمان په پاکستان کې د خرابېدونکي امنیتي وضعې له آمله اندیښمن دی.

"موږ نشو کولای القاعده او نورو ډلو ته چې ملي امنیت ته یې خطر پیښ کړی، ددې اجازه ورکړو چې د پاکستان په قبایلو کې آزاد فعالیت ولري. او دا هم نشو منلای چې د پاکستان حکومت او اتومي وسلې دې د طالبانو او نورو سخت دریځو عناصرو لاس ته ورشي او یا دې وضعه داسې ناارامه شي چې د پاکستان او هند تر منځ یو بل بحران پیل شي. ځکه دا د ځینو ماهرینو دا خبرداری ډیر جدي دی چې د پاکستان حکومت په آینده شپږو میاشتو کې سقوط کولای شي".

XS
SM
MD
LG