د لاس رسي وړ اتصالات

هیلری: لبنان ته به د امریکا مرستې دوام ولري


د امریکا خارجه وزیری هیلری کلنټن لبنان ته یقین ورکړیدی چی امریکا به په لبنان باندی خپلی سترگی پټی نکړی په داسی حال کی چی له سوریی سره په خبرو اترو پیل وکاندی.

هغی داخبری وروسته له هغه نه وکړی چی د لبنان له جمهوررئیس میشل سلیمان سره یی په بیروت کی د یکشنبی په ورځ وعده وکړه چی دامریکا مرسته به د اعتدال خوښوونکیو لپاره ادامه پیدا کاندی.

هغی وویل چی امریکا به له سوریی سره داسی معامله ونکړی چی د لبنان دخلکو لپاره زیانمنه وی. هغه په لبنان کی د عادله او منصفانه انتخاباتو لپاره هم غږ وکړ؛ هغی وویل چی پکارده په انتخاباتوکی گواښ او تشدد نه وی او دخارجیانو له نفوذ نه خلاص وی. په لبنان کی به د پارلیمان لپاره د جون په اومه نیټه انتخابات کیږی.

ددی خبری نښی نښانی شته دی چی د لبنان سر تیری ډله حزب الله له انتخاباتو نه مخکی ملاتړ ترلاسه کوی. واشنگټن حزب الله یوه تروریستی ډله گڼی.

دامریکا چارواکی وایی چی دوی به د لبنان په برخه کی خپله پالیسی باندی نوی کتنه وکړی خو دا به داانتخاباتو په نتایجو پوری اړه ولری.

XS
SM
MD
LG