د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د سینما ستوری فیروز خان مړ شو


فیروز خان د ١٩٣٩م کال د سپتمبر په ٢٥مه د هند په بنگلور کې د یوه افغان الاصله هندي په کور کې وزیږېد. د هغه پلار صدیق خان نایب خیل نومید او مور یې فاطمه نومیده چې په اصل کې د ایران وه.

دا وخت د فیروز خان زوی فردین خان د هند د سینما یو وتلی ستوری دی. د فیروز خان دوه ورونه سنجې خان او سمیر خان هم د هند د سینما لوبغاړي دي او یو بل ورور یې اکبر خان نومیږي چې دی د بالیوډ په سینما کې فلم جوړوونکی دی.

فیروزخان په بنگلور کې د ښوونځي نه له فارغېدو وروسته ممبئ ته راغی او په ١٩٦٠م کال کې یې په لومړي ځل د "ډېډي" په نامه په یوه فلم کې کار وکړ.

هغه مجبور کړل شو چې تر ١٩٦٥م کال پورې په فلم کې دوهم رول ولوبوي. په ١٩٦٢م کال کې هغه په یوه انگریزي فلم "Tarzan Goes to India"کې هم کار وکړ.

خو ١٩٦٥م کال د فیروز خان لپاره ځکه بختور و چې په همدې کال دده مشهور فلم "اونچې لوگ" بازار ته رغلی. که څه هم دغه فلم دومره بریالی نشو چې فیروز خان یې تمه لرله. په همدې کال ده حوصله له لاسه ورنکړه او د "آرزو" په نامه په یوه موزیکل فلم کې یې د یوه فدايي سرښندونکي مین رول ولوبوه. له دې سره د فیروز خان نوم په هند کې د دوهمه درجه غوره رول لوبوونکو فلمي لوبغاړو په کتار کې راغلی.

په ١٩٦٩م کال کې د فیروز خان د "آدمي اور انسان" په فلم کې د مرستیال لوبغاړي د رول له آمله د هند د سینما تر ټولو غوره جایزه فلم فیر اوارډ وگاټه.

په ١٩٧١م کال کې یې له خپل ورور سره د "میله" په فلم کې گډ کار وکړ.

تر دې وخته پورې لا دا د فیروز خان لپاره لرې خبره وه چې دی په فلم کې لومړنی رول ولوبوي.

په دې وخت کې هغه د فلم د پروډیوسر او ډایرکټر په توگه کار پیل کړ. په ١٩٧٥م کال کې یې د "درمتما" فلم جوړ کړ. دا لومړنی هندي فلم و چې په افغانستان کې جوړ شو. دا د پروډیوسر او ډایرکټر په توگه د فیروز خان لومړنی فلم و چې د بلک باسټر تر سرحده په بازار کې وپلورل شو. په دې فلم کې د هالیوډ د "گاډ فادر" د داستان تقلید شوی و.

په ١٩٧٦م کال کې د "نگین" په وېروونکي فلم کې د ډیرو لوبغاړو په جمله کې یو هم فیروز خان و. دده ورور سنجې هم په دغه فلم کې یو مهم رول ولوبوه.

په ١٩٧٠مه او ١٩٨٠مه لسیزه کې فیروز خان د بالیوډ وتلې څېره وه. هغه د سینما ډیر فلمونه ډایرکټ کړل او په خپله یې مرکزي رول هم پکې ولوبوه.

په ١٩٨٠م کې دده فلم "قرباني" ډیر مشهور و. په ١٩٨٨م کال کې دده فلم "دیونې" ډی مشهور شو. په دې فلم کې ده د ډایرکټر او منځني کرکټر دواړو رول درلود.

په ١٩٩٢م کال کې په یلغار کې د ډایکرټر او لوبغاړي په توگه له کار کولو وروسته، فیروز خان د ١١ کلونو لپاره په فلم کې د رول لوبولو نه لرې پاتې شو او یوازې به یې فلمونه ډایرکټ کول.

په ١٩٩٨م کال کې خپل زوی فردین خان ته د فلمي ژوند د پیل زمینه برابره کړه. فردین خان په همدې کال په "پریم آگن" کې رول ولوبوه خو دغه فلم په لوړه درجه بریالی نشو.

یوولس کال وروسته فیروز خان یو ځل بیا د سینما په پرده ولیدل شو. دا په ٢٠٠٣م کال کې د فیروز خان په ډایرکشن د "جانشین" فلم وو چې پلار او زوی دواړو پکې رول ولوبوه. په ٢٠٠٥م کال کې دوی همدا کار یو ځل بیا د "ایک کیلاړي ایک حسینه" په فلم کې تکرار کړ خو ددې فلم ډایرکټر فیروز خان نه و.

په ١٩٦٥م کال کې فیروز خان له سوندري سره واده وکړ. دوي دوه بچیان لري. لیلا دا وخت ٣٥ کلنه او فردین خان لا تر اوسه ٢۴ کلن دی. د واده په شلم کال فیروز خان له خپلې میرمن نه جدا شو.

د هغه زوی فردین خان په همدې تازه وختو کې د خپل پلار د سیمنا د پردې د محبوبې (ممتاز) د لور د لور نتاشا مدواني سره واده وکړ. او د هغه لور لیلا د هند د ټنیس د یوه مشهور لوبغاړي روهیت راجپال سره واده کړی دی.

پر فیروز خان باندې دا تور وه چې د ممبئ د یوه مشهور بدمعاش داود ابراهیم سره تماس لري. دا په هند کې تر ټولو لویو مجرم گڼل کیږي او پولیس یې د نیولو په لټه کې دی. حتی د امریکا د استخباراتي ادارې CIA د مشکوکو په لسټ کې هم شامل دی.

د ممبۍ د چاودنو په دسیسه کې د هند د بل فلمي ستوري سنجې دت د محاکمې پر وخت د فیروز خان نور هم اخیستل شوی و.

فیروز خان د سرطان له اوږدې ناروغۍ وروسته تیره ورځ په بنگلور کې په حق ورسید.

XS
SM
MD
LG