د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د طالبانو په خلاف پراخ عملیات روان دي


د پاکستان پوځ واېې چې دوی د طالبانو خلاف خپل عملېات په صوبه سرحد کې ددې لپارهپراخه کړېدی چې طآلبان له بونېرنه خارج کړی. بونېر هغه علاقه ده چې له اسلام اباد نه سل کېلومتره فاصله کې پرته ده.

د پاکستان د پوځ نطاق تورنجنرال اطهر عباسدسه شنبی په ورځ ووېل چې چارواکېو د طآلبانو خبری اتری اورېدلی دی او داسی معلومېږی چې هغوی د بونېر نه د وتلوپلان نلری.هغه ووېل چې پوځ دا اټکل کوی چې تقرېبا پنځه سوه طآلبان به په دغه اولسو الی کې چې په ملکنډ کې پرته ده موجود وی.

د حکومت امنېتی قواو د ملکنډدسېمی په کوز دېرکې خپل تازه تهاجمی عملېات دېکشنبی په ورځ هغه وختپېل کړل چې طالبان د بونېر په لور پرمخ ولاړل او داسی معلومېدله چې له دغه ځاې نه به ولاړشی.

پاکستان طالبانو ته خبرداری ورکوی چې هغه اولسوالی خوشی کړی چې له پاېتخت اسلام ابادنه سل کېلومتره لېری پرته ده د کورنېو چارو وزېر رحمان ملک د سه شنبی په ورځ ووېل چې ۴٥٠ طالبان بېرته بونېر ته په پټه ددوشنبی په ورځراغلی دی. هغهافراطېانو ته خبرداری ورکړ چې سمدلاسه دی دا سېمه خوشی کړی.

رحمان ملک لوړه وکړهچې که هغوی په د غه سېمه کې د حکومت د واک او اختېارد برقراری په مقابل کې خنډ شی نو حکومت به پرې حمله وکړی.

له کوز ملکنډ نه په زرگونو خلک په تېښته روان دی. خلک له هغه نه وروسته له دغې سېمی نه بل لوری ته روان دی چې د حکومت او افراطېانو ترمنځسختی نښتی وشوی او د ېکشنبی دورځی راهېسی ۴٥ تنه طآلبان پکی ووژل شول.

درادېکال ملا صوفی محمد ېوه نطاق په کوز دېر کې د طالبانو د پاتی کېدلو ملاتړ وکړ او وې وېل چې په دې نېژدی وخت کې چې په دغه سېمه کې کومه مرگ ژوبله اوتشدد پېښ شو؛ دهغی مسوولېت د قاتلانو او جناېت کارانو په غاړه دی.

د صوبه سرحد چارواکېو په ملکنډ کې افراطېان دېته وهڅول چې په خپله وعده باندی وفا وکړی او خپله وسله له هغه نه وروسته په زمکه کېږدی چې حکومت په سوات کې د اسلامی شرېعېت له نفاذ سرهپه سوات کېموافقه وکړه .

خو د صوفی محمد نطاق امېر عزت ووېل چې دوی د سولی خبری ددی لپاره ځنډولی دی چې ترڅو پورې د پوځ عملېات په کوز دېر کې پاېته نه وی رسېدلی. دپاکستان چارواکی واېې چې طالبانو د سولی له شراېطونه سرغړونه کړېده ځکه چې خپل جنگېالی له ملکنډنه بهر نورو سېمو ته ورلېږی.

XS
SM
MD
LG