د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچئ کی قومي جگړې شوي دي


د پاکستان د کراچي په ښار کی په قومي شخړو او جگړو کی لږ تر لږه ٣۴ کسه وژل شوي دي چی دې نوي پېښي په هغه ملک کی چی په صوبه سرحد کی د یاغي طالبانو سره په مبارزه اخته دی د امنیت په باب نوي اندیښنې را پیدا کړي دي.

نن د پنجشنبې په ورځ ددغه ښار په لارو کوڅو کی عسکرو یوه ورځ وروسته له هغه په گزمو شروع وکړه چی د هندي الاصله اردو ژبي اوسیدونکو او د صوبه سرحد د پښتنو تر منځ جگړه پیل سوه.

په کراچئ کې نن د جگړو له آمله ښوونځي تړل شوي دي.

د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري د خپل هیواد دخلکو نه وغوښتل چی په داسي حال کی چی اردو په بونیر کی د یاغي طالبانو په مقابل کی په غټو عملیاتو کی کامیابي حاصله کړې ده، یوموټي او متحد اوسي.

ښاغلي زرداري پرون په یوه بیانیه کی وویل چی اوس ددې وخت را رسیدلی دی چی ټول ملت خپل سیاسي اختلافات یوې خواته پریږدي. هغه دغه راز وویل چی دې ته هم ضرورت دی چی پاکستان د یوه اعتدال خوښونکي، عصري او دیموکراتیک هیواد په توگه پاته سی.

د پاکستان اردو پرون وویل چی د بونیر په ولسوالي کی یې یو غټ ښارگوټی وروسته له هغه ونیو چی تعرضي هلیکوپترو یې څه د پاسه ٥٠ طالبان ووژل.

XS
SM
MD
LG