د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ملکنډ کې شرعي محکمې جوړوو


پاکستان د امنیتی قواوو او طالبانو ترمنځ د سولی د تړون په اساس د ملک په شمال ختیځه صوبه کی د استیناف د یوی اسلامی محکمی د جوړولو اعلان کړی.

د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین وویل چی په ملکنډ کی د دارلقضآ جوړول په دی معنی دی چی حکومت غواړی خپل مسولیت ادا کړی.

د پاکستان حکومت د فبروری په میاشت کی د طالبانو سره د سولی د تړون په بدل کی موافقه کړی وه چی د سوات په دره او نورو شاوخوا سیمو کی به شریعت نافذ کړی.

خو د پاکستان حکومت تیره اونی په دی سیمه کی پوځی عملیات وکړل او ویل یی چی طالبانو د دی موافقی نه سرغړونه کړی ده او باید خلع سلاح شی.

پاکستانی چارواکی وایی له هغه راهیسی چی په بونیر کی عملیات پیل شوی د ١٧٠ نه زیات یاغیان او لږ تر لږه دوه پولیسان وژل شوی دی.

بونیر د پایتخت اسلام آباد نه یوازی سل کیلو متره لیری موقعیت لری.

د پاکستان پوځ د دی اونی په سر کی په مله کنډ کی هم له هغه وروسته عملیات وکړل چی یاغی طالبان د سوات نه ور اوښتی وو.

د امریکا عالی رتبه چارواکیو د اسلامی بیاد گرایانو پر خلاف د پاکستان د پوځی عملیاتو هرکلی وکړ او وویل چی اسلام آباد د طالبانو گوښ ته متوجه شو او د هغوی پر خلاف یی اقدامات پیل کړی

XS
SM
MD
LG