د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې قید امریکايي ژورنالسته خوشې شوه


داېرانی الاصله امرېکا ېې خبرېالی رخشانه صابری پلوېان واېې چې هغه دتهران داېوېن له زندان نه خوشی شوېده.

د صابری پلار او وکېل خبرېالانو ته ووېل چې هغه نن ددوشنبی په ورځ خوشی شوه. تردې ېوه ورځ مخکی د استېناف محکمی دهغی په خواست له غور نه وروسته دهغی سزا له اتوکلونو نه راکمه کړه او هغه په دوه کاله په تعوېق غورځېدلی سزا بدله کړه.

دولتی مطبوعات واېې چې د هغې سزا دېکشنبی په ورځ د استېناف په محکمه کې کمه کړی شوی وه.

دامرېکاېې خبرېالی، رخشانه صابری پلار رضا صابری له مطبوعاتو سر ه په داسی حال کې خبری وکړی چې داېوېن له زندان نه ېې بهر ددوشنبی په ورځ انتظار کاوه. ددغی خبرېالی مدافع وکېل ووېل چې محکمی ته داتو کالوو په بند باندی د بېا غورکولو له خواست نه وروسته دهغې سزا دېکشنبی په ورځ دوه کاله په تعوېق غورځول سوی سزاته راکمه کړېده.

دهغی وکېل عبدالسلام خرمشاهی خوشبېنی څرگنده کړی وه چې کله هغه خپله دفاعېه د مرافعی محکمی ته وړاندې کړه نو د محکمی فضا ورته ډېره مناسبه اومطلوبه ښکارېده.

رخشانه صابری ٣٢ کلنه او ازاده خبرېاله ده. هغه تېره مېاشت د اتو کلونو په بنددجاسوسی په تور محکومه شوی وه.

دهغې کورنی او دامرېکا حکومت واېې چی دهغې خلاف تورونه بې بېناده دی. د بشری حقوقو ادارو او دمطبوعاتو د حقوقو ډلو هم هم د هغی د دعو ی په برخه کې خپل ملاتړ څرگند کړیدی.

XS
SM
MD
LG